" د معنویت د پیژندلو د پاره نه سو کولای چی پرمادیاتو باندی تکیه وکړو."
مولانا شاه مقصود صادق عنقا، اویسی پیر 2
د "زه " د تئوری د کتاب څخه 1
هغه وسیله کومه چی انسان د پیژندنی او زده کړی په لاره کی کار ځنی اخلی د هغه عقل او پوهه ده.ولی د مغزکړنلاره او د حواسو څخه دکار اخیستلو څرنگوالی په دی پدی محدودیت کی دی ټکی ته متوجه کوی چی د مغزاو حواسو اختیارات د لایتناهی حقیقت په پیژندلو کی محدود دی او په حقیقت کی هغه څه چی انسان د د عقل او خرد په نامه د میزان او سنجش آله بولی محدود او مجازی اود عقل او فکرد حقیقت څخه لیری دی.
. د مغز اختیارات د حقیقت د کشفولو د پاره محدود دی ځکه مغزپه هغو اطلارعاتو باندی کوم چی د حسیاتو د لاری وررسیږی تکیه کوی او انسان پدی محدوده کی د حواسو څخه په کار اخیستلو سره او یا د قیاسی درک دلاری څخه به د حقیقت په کشفولو او د خپل ځان په دننه کی ښوونی قادر نه سی.
د مغز د کارکولو څرنگوالی د وارده اطلاعاتو څخه په کاراخیستلو کی
د مغز د کارکولو طریقی ته په کتنه سره دی ټکی ته متوجه کیږو چی د انسان مغز د میلیونونو عصبی نیورونونو څخه جوړسوی دی اود بدن هر یو غړی خپل خاص عصبی مرکزونه په مغز کی لری. . وارده اطلاعات د حواسو د لاری د یوه عصبی تحریک په حیث د نیورونو په واسطه د الکتروشیمیائی جریان په څیر و خپلو عصبی مرکزونو ته لیږدول کیږی او ددی عصبی مرکزونوتحریک د مثال په توگه لیدنه او یا اورول راوړاندی کوی.
کوم وخت چی دا الکتروشیمائی جریان خپل عصبی مرکز ته رسیږی او هغه تحریک کوی د هغه نتایج په مغز کی د موجوده اطلاعاتو سره چی مخکی د الکتروشیمائی الگویونو په څی په حافظه کی ثبت سوی دی مقایسه کیږی او وروسته د تطبیق اوتفکیک څخه عکس العمل څرگندوی.
زموږ مغز لکه یو کمپیوټر په یوه محدوده کی چی د موجوده اطلاعاتو پر اساس باندی کار کوی. هر وخت چی د یوه نوی مطلب سره مخامخ کیږی نووخپل مغزته مخ کوی او دا داسی دی لکه څوک چی د کمپیوټر بټن ووهی او دا مجهول ومغزته یوسی اوهلته ئی د هغه معلوم تر څنگ کښیږدی اود یو لړ تطبیقاتو او تفکیک څخه وروسته په خپل فکری چارچوب کی تجزیه او تحلیل کړی او په اخیر کی ئی قبول او یا ئی رد کړی او دی ته په اصطلاح کی "فکرکول" وائی. دا قبلول او یا ردول د هغه شی پر اساس باندی سرته رسیږی کوم چی تر اوسه پوری راټول سوی او تجربه سوی او په خپله حافظه کی ئی ټول کړی ذی اودا د علم او پوهی په نامه دیوه معیار او استاندارد او د اندازه گیری د وسیلی په حیث کارځنی اخلی.
په محدوده کی د حواسو څخه کار اخیستل
د مغز د کار نتایج په هغو وارده اطلاعاتو پوری اړه لری کوم چی د حواسو د لاری راټول سوی دی. که وارده اطلاعات غلط وی نو حاصله نتایج به هم صیح نه وی.
د مثال په توگه موږ پوهیږو چی زموږ حواس پدی محدوده کی موجونه په یوه معینه اوږدوالی سره اخلی او هغه موجونه چی د هغو فریکوینسی زموږد اوریدلو او لیدلو د توانائی او میزان څخه لوړ او یا کښته وی زموږ د پاره د درک وړ ندی.زموږ غوږ هغه موجونه چی اوږدوالی ئی د 16 او 16000 هرتز تر منځ وی درک کولای سی.همدارنگه زموږ سترگی د نوری طیف یوه برخه لیدلای سی. زموږ حواس د قرمزی سعاع کښته نسی درک کولای که څه د تخنیکی الاتو په واسطه هغه اندازه کولای سو.نوددی څخه معلومه ده چی زموږ حواس نه سی کولای چی موږ د خپل وجودی واقعیت په کشفولو کی مرسته وکړی.
اکتسابی علم او ذاتی علم
اکتسابی علم د انسان سره مرسته کوی چی د واقعیت څخه یواځی یو عکس ترلاسه کړی ولی خپله واقعیت ددی لاری هیڅ وخت نه سی تر لاسه کولای. هغه څه چی انسان ته ددی توان ورکوی چی یوڅه تجربه کړی هغه دده ادراک دی او دا ادراک قیاسی دی کوم چی زموږ په حافظه کی ثبت سوی دی. ولی واقعیت ادراکی ندی بلکه باید تر لاسه سی.
ددغه موجوده محدودیتونو په نظرکی نیولو سره باید د خپل ځان څخه وپوښتو چی څنگه کیدای سی چی دا نامحدوده او لایتناهی حقیقت د حواسو او قیاس کولو څخه په کار اخیستلو سره پدی محدوده کی وپیژندل سی ؟ مولانا شاه مقصود صادق عنقا ددی مطلب جوهره داسی بیان کړیده: "د معنویت د کشفولو دپاره نه سو کولای چی په مادیت باندی تکیه وکړو."2
1. Hazrat Nader ANGHA,
Theory "I", The inner Dimension of Leadership, Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, 2002, pp. 130-133
2. Hazrat Shah Maghsoud Sadegh ANGHA,
Dawn, Lanham, MD: M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, 1989, p.29.