عرفان په کلی توگه د باطنی بعد او مکنون علم تر سر لیک لاندی په اسلام کی منل سوی دی .
په واقعیت کی ویلای سو چی عرفان د اسلام اصلی جوهره ده . عارفان کولای سو چی د پایبنده مسلمان توگه توصیف کړو ، دوی پنځه وخته لمونځ کوی ،روژه نیسی او په کلکتیا سره د اسلام ظاهری مسایل رعایتوی.
ولی ددوی ځانگړی مقصد ئی د خپل ځان او نورو د روحانی ابعادو روزنه ده. ددغو ټولو تفصللاتو سره د تاریخ په اوږدو کی صوفی د خلکو په ذهن کی یو داسی څوک معلویږی چی د دینی عالم او د الله سره د قرب ( نژدیوالی ) په طلب کی وی .
لکه څنگه چی حضرت محمد ( ص ) اعلام کړی دی چی د شهادت امر د خدای تعالی په یواځینتوب د " لااله الاالله " په شهادت کی متجلی دی . دداسی مرتبی لاسته راوړل د دی معنی څرگندوی دی چی یواځی خد ای تعالی د انسان په زړه کی دی او هغه نفس د " صفا" د کلمی په معنی دی .
د پیژندنی هغه روش او میتود چی د زړه د صفا او تزکیه او ذاتی پوهی ته په تسلیمیدو سره په لاس راځی " معر فت " نومیږی . او بله مناسبه او سمه کلمه چی د تصوف وصف کوی د " عرفان " کلمه ده چی د " معرفت " څخه اخیستل سوی ده . معرفت د پیژندنی د حاصلولو یوه مرتبه ده چی د انسان په باره کی د پلټنی او تجسس په موضوع کی یوه زاویه هم ناشناخته پاتی نسی تر څو په ا خیر کی انسان د خپل واقعیت په پیژندنه سره د خدای تعالی او مکنونه علم او دهستی داسرارو په پیژندنه بریالی سی.
د عرفان د مکتب ښوونکی " عارف " نومیږی . عارف د خپل ځان وجودی حقیقت د خدای تعالی په ذات کی د پناه د لاری او د هستی حقیقت په ثبات کی کشف کړی دی
حضرت صلاح الدین علی نادر شاه عنقا د تئوری "زه " په کتاب کی داسی دعرفان کتاب کی داسی توصیف کوی:
" د عرفان کلمه د معرفت څخه اخیستل سویده او دپیژندنی په معنی ده. ددی خبری څخه مقصد دخپل ځان پیژندنی څخه دی، کوم چی په اخیر کی د هستی د واقعیت پیژندنه، د الهی علم او د هستی د رازلاسته راوړل دی . د عرفان طریقه او روش د پیغمبرانو کړنلاره ده . نو ددی کبله زه عرفان د "دین واقعیت " بولم . عرفان موږ ته رازده کوی چی علم د بشریت میراث دی . ولی یواځی هغه څوک ئی په لاس راوړای سی چی په رښتیا سره په هغه پسی گرځی .انسان د پیغمبرانو پیغام او زیری به هیڅوخت ونه پیژنی ، ولی یواځی ددی لاری څخه چی د هغو د خبرو واقعیت په خپل ژوند کی په پوره توگه تجربه او کشف کړی." 1
د عرفان ریښه1400 کاله مخ ته ، د حضرت محمد وخت ته رسیږی . دا معلومداره خبره ده چی ټولنیز، فرهنگی ، قومی او قبیلوی عوامل ددی سبب سول چی ددین حقیقتونه پر بل مخ ونیوی او د عمومو خپل جوړسوی برداشتونه او موهو مه او محدوده فکرونو د حقیقت او د هغه ژوندبحښونک پیغا موځای ونیاوه.
ډیر محقیقین او پلټوونکی په دی نظر دی چی عرفان د اسلام د نس او د پیغمبرانو د ښوونو د واقعیت څخه راپورته سوی دی .
.
آنّ ماری شیمل د "اسلام باطنی او رازداره بعد" په کتاب کی وائی چی د عرفان اصل او ریښه د حضرت محمد (ص ) وخت ته رسیږی او حضرت محمد (ص) د عرفان په روحانی زنځیر کی لومړی کړه (حلقه) ده. د حضرت محمد (ص) معراج د خدای تعالی دربار ته د عروج ستره او اوچته نمونه ده.
. دا پر دی ورزیاتوی چی د حدیثو او سنت پر اساس دا الهی علم د حضرت محمد (ص) په واسطه و علی ابن ابی طالب ته ورنقل سو. شیمل دا ټکی را په گوته کوی چی هغه څه چی د لومړنیو صوفیانو په باره کی پیدا سوی دی دا را څرگندوی چی د عرفان ډیر تعریفونه په نهمه پیړی پوری اړه لری. دا ټکی دا هم را څرگنده وی چی سیعیانو او صوفیانو عقیدی څومره نژدی اړیکی لری. 2
رینولد نیکلسون هم داخبره را څرگنده کړیده چی عرفان او د هغه لومړنی اصیله جنبش بیله کوم زحمته څخه کولای سو چی هغه په اسلامی ریښو کی وگورو، نو ددی کبله څخه په ډاگه سره ویلای سو چی" حقیقی عرفان په اسلام پوری اړه لری او د هغه سرچینه د اسلام څخه ده ."3 یو آلمانی پروفیسور د کولاک په نامه د لومړی ځل د پاره د الهیاتو په باره کی کتاب په 1821 میلادی کی په چاپ ورساوه او د څلور کلونو وروسته ئی یو بل کتاب د
Bluthensammlung aus der Morganlandischen Mystikری(
په نامه په چاپ ورساوه.
تولاک په دی کتاب کی په څرگنده سره پدی نتیجه رسیدلی دی چی " عرفان او دهغه اوصول د حضرت محمد (ص) د تجربو او باطنی پوهی پر اساس باندی ولاړدی . "4
ــ
اقتباس: [1] Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory "I" (M.T.O. Publication, Riverside CA, 2002) p. 122.
[2] Annemarie Schimmel, Mystical Dimensions of Islam,(University of North Carolina Press,1975)p.42
[3] Reynold A. Nicholson, The Mystics of Islam, ( 1914: reprint ed., Chester Springs, Pa.,1962)p.10
[4] Friedrich august Deofidus Tholuck, Ssufissmus sive theorsophia persarum pantheistica (Berlin, 1821). Quoted in The Mystical Dimensions of Islam.