MTO Shahmaghsoudi ®
د اسلامی عرفان ښوونځی ®

تصوّف | مقالی | تاریخچه و سلسلۀ اقطاب مکتب | خانقاوی | پیښی | MTO ORGANIZATIONS

عرفان د تاریخ په اوږدو کی(1)
انسان، واحدی حقیقی در وجود
د وجود یواځینیتوب
حواس اود مغز د اختياراتو محدوديت د حقيقت ﭗه كشفولو كي
تمركز(ځيركيده)ل، د قواوو ټولول او د "زه" كشفول


د وجود یواځینیتوب

" کل فی فلک یسبحون " 21 سوره ، 33 آیات ، قران کریم "ټول په آسمان کی تسبح کوی "

د 14 سوو کالو د مخه د اسلام مکرم پیغمبر فرما یلی دی " هر هغه چاه چی ځان وپیژانده په ریښتیا سره چی خپل پرودگار ئی وپیژانده. " په اسلام کی ـ واقعیت او ثابته وجودی هویت انسان ، او یا په بل عبارت دده حقیقی " زه" په اصل کی هغه حقیقی او الهیی ذات دی چی دده د وجود په دننه کی پروت دی . د همدی کبله د وجود د یواځینیتوب قانون اود خدای تعالی پر یواځینیتوب باندی ایمان درلودل د شهادت په کلمه " لااله الاالله " یعنی (نسته خدای بیله خدای تعالی څخه ) کی راڅرگندیږی . د ا قانون ددی واقعیت ویاند دی چی د خدای تعالی او انسان تر منځ واټن او بیلتون نسته او د انسان اخیری مقام هغه شرف دی چی خدای تعالی ده ته ورکړی دی. << لا اله الأ الله>> " نسته خداي بيله خداي څخه "د انسان په موجوديت كي و ذاتي علم ته د تسليم دلاري دوجود پريواځينيتوب باندي شهادت لاسته راځي.دا پدي معني دي چي د انسان خواست د مطلقي ارادي سره يو ځاي كيږي اومجازي فاصلي او فردي محدوديتونه ماتوي .

حضرت محمد (ص) د انسان د واقعیی موجودیت دلاسته را وړو کړنلاره داسی ښودله ده .هغه دا چی اذلی علم او اذلی پوهی ته د تسلم د لاری ، کوم چی د انسان په دننه کی موجود دی دا پیژندنه امکان لری. ولی د خواشنی ځای دی چی په ټولنه کی د تسلیم دا صل څخه یو غلط درک رواج دی ، چی گواکی تسلیم د کمزوری او په یو چاه پسی د تگ معنی لری. حال دا چی دا د خزانو محدودیت ، په پټو سترگو باندی ایمان راوړل او په یوه چاه پسی تگ د انسان په معنوی مقام کی ځای نه لری .

په ثابته اصل کی ، د څرگندیدونکو ذراتو د متعادلی مجموعه ساتونکی علت ، همغه د تسلیم اصل دی . د موجودیت د څرنگوالی په مقیاس سره په هستی کی د موجوده جوړونکی سیسټمونه د زما څخه نیولی بیا تر کهکشانو پوری ټول د همدی تسلیم د اصل څخه پیروی کوی. او و ذاتی علم ته چی د خپل عالم په مرکزیت کی ئی پروت دی تسلیم دی .پدی اصل کی انسان هم گډ دی . ځکه هستی یواځینی ده او د هر هغه څه چی سته د هستی وعلم ته په هر اړخیزه توگه تسلیم دی . او هر وخت چی انسان په خپل ذاتی علم باندی چی په ده کی پټ دی خبر سی ، او یا په بل عبارت سره خپل حقیقی " زه" وپیژنی نو د هغه په دننه کی علم ته تسلیمیږی . او دا هغه د آزادی ، خپلواکی ، عشق او جذبی مرتبه ده چی د شامیخو عارفانو په آثارو کی په تیرو پیړیو کی څرگند دی . داسی تسلیم او استقرار ، د ژوند ورکوونکی اواسلام جوړونکی دی ، ځکه دا ددی سبب کیږی چی د انسان په وجودی مرکزیت یعنی زړه کی یوه دننه اوښتنه او انقلاب دی . او دا وخت ټول محدوده فرضیه ،واټنونه او نا معلونه شرک ماتیږی او انسان دوجود په علم او یقین سره شهادت ورکوی. داسی شهادت نو یواځی په خوله سره نه دی بلکه د سالک جان ، فکروجسم یا په بل عبارت سره دده موجودیت په هراړخیزه تمامیت او کلیت سره د خدای تعالی یواځینیتوب را څرگندوی.پدی لړ کی د بشریت د روښانه څراغ، امیرالمومنین علی (ع)د ارزښت څخه ډکه فرمایش کی داسی راغلی دی:

" اسلام همدغه تسلیم دی "
ا او تسلیم عبارت دی :.
وجود په عین واقعیت کی استقزار او ثبات

 

داسی تسلیم او استقرار ، د ژوند ورکوونکی اواسلام جوړونکی دی ، ځکه دا ددی سبب کیږی چی د انسان په وجودی مرکزیت یعنی زړه کی یوه دننه اوښتنه او انقلاب دی .. او دا وخت ټول محدوده فرضیه ،واټنونه او نا معلونه شرک ماتیږی او انسان دوجود په علم او یقین سره شهادت ورکوی.

داسی شهادت نو یواځی په خوله سره نه دی بلکه د سالک جان ، فکروجسم یا په بل عبارت سره دده موجودیت په هراړخیزه تمامیت او کلیت سره د خدای تعالی یواځینیتوب را څرگندوی.



1. Molana Salaheddin Ali Nader Shah Angha, Sufism and Knowledge (Washington DC: M.T.O. Publications, 1996): pp.20-21.
2. Molana Salaheddin Ali Nader Shah Angha, Theory “I” (Riverside, CA: M.T.O. Publications, 2002): p.166.
3. Ibid.