"انسان یو حقیقی او جامع واحد په هستی کی است.'
مولاناالمعظّم حضرت صلاحالدّین علی نادرعنقا
د 300 کالو را پدی خوا نیوټنی عقاید و او هغه عکس چی ئی د هستی په باره کی وړاندی کړی ، زموږ درک او پیژندنه د انسان ، ټولنی او هستی په باره کی تر خپل اغیزه لاندی راوستلی دی. نیوټن په خپله تئوری کی هستی د یو ماشین په څیر وینی کوم چی د ډیرو ټوټوو او قطعو څخه جوړ سوی دی او دی پدی عقیده دی چی د ماشین د پوره پیژندنی او د هغه د عملی قابلیتونه د پیژندنی د پاره باید تر هر څه دمخه هر ه یوه ټوټه او هر جز مشخص او توپیر ئی وسی او همدارنگه د هغو څخه د کار اخیستل په بیله توگه وپیژندل سی ــ وروسته بیا یو تر بل تر څنگ باید کښیښودل سی تر څو د ټول ماشین قابلیت راڅرگند او مشخص سی.موږ د نیو ټن دتئوری څخه دنړی د درک او همدارنگه د خپل ماهییت په لړ کی کار ځنی اخیستی دی . موږ دا کل (ټول) پر اجزاوویشلی او په بیلا بیلو برخو کی د واټنو په رامنځ ته کولو سره مو فرضی محدودیات جوړی کړی. او کرار کرار مو خپل مهارت په اجزاوو کی خرڅوو. او داتر هغه ځایه پوری چی لیدنه مو محدوده سوی ده ، د لیدنی پراخوالی او کلی لیدنه ( ټوله لیدنه) مو دلاسه ورکړی ده ، او د موجودیت څخه په همدغه محدوده درک چی ځنی لرو ئی ، قانع سوی یو . او د انسان د پیژندنی څخه مو، چی یو حقیقی او جامع واحد دی ، ځان محروم کړی دی .
په اوسنی وخت کی ، په کوم کی چی موږ د نیوی پیړی او نیوی زرهم په پیل کی یو ، لږ تر لږه باید پدی وخت کی د حاکمو علومو څخه کار واخلو . د شلمی پیړی په پیل کی نړیوال د کوانتم د بعد او څرنگوالی د خوا د هستی د واقعیت سره شنا خته سول. او د ذراتو په ټیټه سطحه کی د اجزاوو تر منځ د رابطه څخه خبر سول .
د کوانتم فیزیک د هستی د حقیقت یو بل بعد د نړیوالو پر مخ وپرانیستی. او دا څرگنده سوله چی هغه ذرات او اجزاوی چی د نیوټن د تئوری له مخی سره بیل او جز جز بلل کیدلی ، ټوله د ذراتو په ټیټه سطحه کی یو د بل سره هر اړخیزه اړیکی لری . د کوانتم فیزیک د ذراتو تر منځ اړیکی را څرگندی کړلی ، او موږ ئی ودی واقعیت ته متوجه کړو چی خالی فضا معنی نه لری، او واټن وجود نه لری، او هر هغه څه چی په هستی کی سته ، یو د بل سره هر اړخیزه اړیکی لری. ولی دا د انسان په محدود عالم کی دده د نظره څخه پټ دی.
زموږ د وخت پوه او علم په دی وروستیو کی و دی ټکی ته متوجه سوی دی چی د انسان موجودیت په اصل کی یو کلیت لری اود ټوله هستی سره پوره اړیکی لری. په محدودیت کی موږ یواځی خپل د ځان و فیزیکی اړخ ته متوجه یو او د خپل موجودیت روحانی او ابدی بعد د لیدولو وړ نه گڼو.
د لندن د پوهنتون فیزیک پوهه دیوید بوهم داسی وائی:
" ټول شیان ټوله شیان لری."
دا پدیده د عرفان په لومړنی تعالیما توسره د کشف سره سمون خوری ، کوم چی وائی، چی د انسان په دننه موجودیت کی یو ابدی واقعیت سته، چی لایتناهی پراخوالی لری او دی د ټوله هستی سره تړلی.
کارل پریبرام د استنفورد د پوهنتون د اعصابو او مغز متخصص داسی وائی:" د باطن د اهل آثار او لیکنی دا څرگند وی چی دوی د عینی او ظاهرو تر شاه اړخو ته لاره لری او د بشر د واقعیت پیژندنه ئی کشف کړیده
."
عرفان د پیژندنی د لاسته راوړو څرنگوالی او کړنلاره او د انسان د واقعیت د کشف لاره چی یو حقیقی او جامع واحد دی ، را زده کوی. انسان په دی باندی توانی چی د وجود یواځینیتوب د خپل موجودیت په ژوره کی وپیژنی.
1. Molana Salaheddin Ali Nader Shah Angha, Theory “I” (M.T.O. Publication, Riverside CA, 2002) p.155
2. Ibid., p.120
3. Karl Pribram, interview in Omni, October, 1982, p.84