ص)
داویسی شاه مقصودی د طریقت د مکتب بنسټ د دوو څلویښتو درنو او ښاغلو استادانو او لویو عارفانوپه واسطه، د حضرت اویس قرنی او د هغه د خوا بیا د متقیا نو د مولا امیر المومینین حضرت علی (ع) او حضرت خاتم الانبیا محمد مصطفی سره موښلوی.
حضرت اویس قرنی چی دحضرت نبی اکرم په وخت کی په یمن کی وه چی ظا هرآ د حضرت نبی اکرم څخه ډیر واټن درلوده، ولی شخصآ د اسلام د حقیقی تعلیما تو پر بنسټ، کوم چی ئی دحضرت محمد (ص) څخه باطنآ تر لاسه کول، خپل ژوند ئی پر مخ بیاوه.
لکه څنگه چی حضرت پیغمبر (ص) دده په باره کی داسی فر ما یلی دی:
" د رحمان بوی د یمن د خوا څخه اورم"
د ظا هری ژوند په آخیرو ورځو کی رسول اکرم خپله مبا رکه خرقه ئی چی د لار ښوونی او تعلیما تو د اجازی نښانه وه، و حضرت علی بن ابیطا لب(ع) او عمر خطاب ته ورکړه او ورته وئی ویل:
" زما وروسته به د اویس په نا مه یوڅوک ووینی، دغه اما نت به وده ته وسپاری او دده څخه به غوښتنه وکړی چی زما اومت ته دوعا و کړی."
هجویری په کشف المحجوب کی ، فریدالدین عطار نیشاپوری په تذکره اولیا کی او شیخ محمد باقر قادری نمینی په اویسی اقطابو کی نقل کړیدی چی لومړی سړی چی د رسول اکرم (ص) څخه خرقه تر لاسه کړه او یس قرنی وه
مولوی د مثنوی په څلرم دفتر کی داسی وائی :
|
چی محمد وویل د صبا پر لاس ****د یمن څخه می راځی بوی د خدای
د رامین بوی رارسی د اویس د ځانه***** هم د اویس بوی راځی د یزدانه
داویس او د قرن بوی عجب***** مست ئی نبی کړ او هم طرب
ځکه اویس د ځانه فانی سو ی وو***** مځکه هغه آسمانی سوی وو
|
نو د همدی کبله د اسلام مکرم پیغمبر د باطنی ښوونی پر طریقه، کومه چی د ژوند د حقیقی اوصولو د موندولو یواځنی لاره ده، ټینگار کړی دی. دا پدی معنی ده چی حضرت اویس د اسلام اصلیت او جو هره ئی د باطنی لاری د خپل وخت د ښوونکی څخه تر لاسه کړیدی.
د خرقی د تگ اصلی موضو ع د حضرت رسول اکرم (ص) او د اسلامی عرفان ښوونځی د خښته ایښودولو د و خت څخه بیا تر اوسه پوری ددوو درندو او بنسټیزو کرښو څخه عبارت ده.
لو مړی: د ښوونکی پیژندل باید د باطنی لاری څخه سرته ورسیږی.
دوهم: ددی پیژندنی سرته رسیدل باید ظاهرآ هم تائید سی .
ځکه د حضرت امیر المو مینین علی (ع) او حضرت اویس قرنی باطنی یوالی د حضرت پیغمبر (ص) سره د همدی لاری څخه ترسره سوی دی.
د هغه وخته څخه وروسته ددی خرقی تگ او د حقیقت د مندولو لاره په همدی ډول ادامه لری، کومه چی د انسانی شخصیت د وړاندی کولو تر ټولو لوړه درجه او ددغی لاری و تلوونکی ته یوه لویه ویاړنه ده. دغه مهم امر د اسلامی عرفان په ښوونځی کی د یوه بی ساری مقام ویاند دی.
د استادی مقام چی پیر او یا قطب هم ورته ویل کیږی، په اصل کی د معرفت د طریقی څرگندوی اورښتنی تکیه ده.
معظم حضرت پیر مو لانا صلاح الدین علی نادر عنقا د1349 هجری لمریز کال د زمری د میاشتی په 13 نیټه چی د 1970 عیسوی کا ل د سیپټمبر د میا شتی د 4 نیټی سره سمون خوری، په رسمی توگه داویسی طریقت ددوڅلویښتم قطب تر سر لیک لاندی د حضرت اویس قرنی
سپیڅلهخرقه دده د پلار او عظم الشان استاد حضرت شاه مقصود صادق عنقا د لاسه څخه واغوسته او پدی ډول د هغه حضرت په ځای وټاکل سو.
حضرت شاه مقصود صادق عنقا دحماسه حیات (دژوند د حماسی)په کتاب کی داسی وائی:
داویسی فقر خرقه ده زموږ سره یعنی چی دا فقر غنا ده زموږ سر
د معظم حضرت پیر پلار،نیکه او ورنیکه د اویسی طریقت قطبونه دی، نو دا څرگنده خبره ده چی ددغه حضرت تعلیمات د وړکتوب راهسی دده د نیکه حضرت میر قطب الدین او دده د پلار حضرت شاه مقصود صادق عنقا تر نظر لاندی پیل شویدی.
دغه حضرت هم لکه دده نور لوی استادان، د اسلامی عرفان او تصوف حقیقی او ابدی اوصول دورځی په عملی ژبه سره ښوونه کوی او ددی ښوونځی ښوونی ددی حضرت تر مستقیمی څارنی لاندی د نړی په ټولو خانقاووکی وړاندی کیږی تر څو انسان د آرامتیا نعمت او ابدیت او د خپل حقیقی ارزښتونه د فردی زده کړی او پرورښت د لاری حاصل کړی .
دحضرت پیر قلمی آثار د پنځو سووټوکه نه زیات دی. دا آثار چی په نظم او نثر سره وړاندی شوی دی د نړی په بیلا بیلو ژبو سره ژباړل او چاپ ته رسیدلی دی.
1 Hujwiri , Kashf al-Mahjub, (Tehran, Tahoori Publication, 1979)
2 Attar, Sheikh Farid al-din, Tazkeret al-Ulia, (Tehran, Amir Kabir Publication, 1964)
3 Baghiri Namini, Sheikh Mohammaad Ghadeer, Aghtab Oveyssi, (Tehran, Amin Pubication. 1973)
4 Jalaledin Rumi, Massnavi, (Persian edition, 1925, Sepehr Publication) p. 716, line 1826
دمکتب اقطابو تاریخچه او سلسلۀ
|
حضرت محمّد(ص) حضرت امیرالمؤمنین علی(ع(
١- حضرت اویس قرنی
٢- حضرت سلمان فارسی
٣- حضرت حبیب ابن سلیم راعی
٤- حضرت سلطان ابراهیم ادهم
٥- حضرت ابوعلی شقیق بلخی
٦- حضرت شیخ ابوتراب نخشبی
٧- حضرت شیخ ابیعمرو اصطخری
٨- حضرت ابوجعفر حذّاء
٩- حضرت شیخ کبیر ابو عبدالله محمّد ابن خفیف شیرازی
١٠- حضرت شیخ حسین اکّار
١١- حضرت شیخ مرشد ابواسحق شهریار کازرونی
١٢- حضرت خطیب ابوالفتح ابوالقاسم ابن عبدالکریم
١٣- حضرت علی ابن حسن بصری
١٤- حضرت سراجﺍلدّین ابوالفتح محمود ابن محمودی صابونی بیضاوی
١٥- حضرت شیخ ابو عبدالله روزبهان بقلی شیرازی
١٦- حضرت شیخ نجمﺍلدّین طامّهﺍلکبری خیوقی
١٧- حضرت شیخ علی لالا غزنوی
١٨- حضرت شیخ احمد ذاکر جوزقانی
١٩- حضرت نورالدّین عبدالرّحمان اسفراینی
٢٠- حضرت شیخ علاءالدّوله سمنانی
٢١- حضرت شیخ محمود مزدقانی
٢٢- حضرت امیر سیّد علی همدانی
٢٣- حضرت شیخ احمد ختلانی
٢٤- حضرت سیّد محمّد عبدالله قطیفی الحصاوی نوربخش
٢٥- حضرت شاه قاسم فیضبخش
٢٦- حضرت حاج حسین ابرقوئی جانبخش
٢٧- حضرت درویش ملک علی جوینی
٢٨- حضرت درویش علی سدیری
٢٩- حضرت درویش کمال سدیری
٣٠- حضرت درویش محمّد مذهّب کارندهی (معروف به پیر پالاندوز)
٣١- حضرت میر محمّد مؤمن سدیری سبزواری
٣٢- حضرت میر محمّد تقی شاهی مشهدی
٣٣- حضرت میر مظفّرعلی
٣٤- حضرت میر محمّدعلی
٣٥- حضرت سیّد شمسﺍلدّین محمّد
٣٦- حضرت حاج عبدالوهّاب نائینی
٣٧- حضرت حاج محمّد حسن کوزهکنانی
٣٨- حضرت آقا عبدالقادر جهرمی
٣٩- حضرت جلالﺍلدّین علی میرابوالفضل عنقا
٤٠- حضرت میرقطبﺍلدّین محمّد عنقا
٤١- حضرت شاهمقصود صادق عنقا
٤٢- حضرت صلاحﺍلدّین علی نادر عنقا
|