" هدایت د دماغ، زړه ، حواسو او طبعیت په یوالی سره دی اود نفسونوگمراهی ددغو څلورو په تباهی او گډوډی سره" 2
مولانا شاه مقصود صادق عنقا، اویسی پیر
د "زه" د تئوری د کتاب څخه 1
د ملکوتی بعد د کشفولو دپاره تمرکز او د قواوو راټولیدو او هم اهنگی ته ضرورت سته . د انسان د واقعیت کشف د افکارو اود حسی ادراکو د لاری نه سی تر لاسه کیدای اوحواس په خپل معین محدود بعد سره نسی کولای چی ځان و خپل پیژندنی ته لارښوونه وکړی. یو د توجه وړ ټکی دادی چی انسان باید د حقیقت د کشفولو د پاره په هم آهنگی کی اوسی او لازمه ظرفیت د قابلیت د منولو ولری.
هم آهنگی او داخیستلو قابلیت
د انسان د ملکوتی بعد کشفول د هم اهنگی او د قابلیت په اخیستلو پوری اړه لری. قابلیت ددی معنی ورکوی چی دده اخیزی فعاله او په پوره هم آهنگی کی وی. د مثال په توگه یو نیوی پیداسوی ماشوم چی مور هر څه زیات ناز ورکړی او په غیږ کی ئی ونیسی په هغه اندازه د هغه اخیزی فعاله کیږی، او په نتیجه کی د هغه د اخیستلو قابلیت په فیزیکی او روانی او احساسی بعدونو کی قوی کیږی او وده کوی. پلټنو دا خبره ثابته کړیده چی د ماشوم او د عاطفی تر منځ د ارتباط په ژوند کی د ډیراهمیت وړ دی.
لکه څنگه چی د طبعیت په مرتبه کی د بدن د اخیزو تقویت او وده لازمه ده همدارنگه په ملکوتی نړی پوری دموښتی اخیزو تقویت هم د ډیر اهمیت وړ دی او ضروری دی چی انسان دا روحانی نړی ظرفیت تر لاسه کړی.
ددی اخیزه قابلیت کشف او پیژندنه د حافظه سیسټم او ادراکو څخه په کار اخیستلو سره لاسته نه راځی. په هر پړاو کی باید لازمه تمرکز او هم آهنگی موجود وی . په اصل کی د ویونکی او اوریدونکی تر منځ هم آهنگی ده چی د اتباط سبب گرځی او هرڅومره چی د اوریدونکی حواس ټول وی په هغه اندازه تمرکز ئی هم ډیر وی او د ویونکی وینا ښه درک کولای سی. همداغه د تمرکز او هم آهنگی شرایط دی چی د روحانی او الهی کلماتو کشف د وحی د لاری لازم گڼل کیږی.
د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب د تعالیماتو پر اساس انسان ذاتآ 13 الکترومقناطیسی مرکزونه لری چی د هغو مهم مرکز په زړه کی دی. ددی د زده کړی اوذاتی روزنی کشف د د انسان دوجودی واقعیت دپیژندنی د پاره لازمه هم آهنگی برابروی. "عارف" او یا په بل عبارت " د وجود ښوونکی" تعلیم ورکوی چی پیژندنه د انضباط ، روزنی،د نفس د تزکیه، تمرکز او عبادت د لاری برابریدای سی..
"تمرکز" په عرفان کی
د قواوو ټولیدو ته په عرفان کی" تمرکز" وائی او د هغه څه سره چی په لویدیځ کی ورته میدیتاسیون وائی توپیر لری. تمرکز د" قواوود ټولیدو" په معنی دی. تمرکز هراړخیزه اعتدال او هم آهنگی رامنځ ته کوی. د تمرکزی تمرینو د لاری د سالک د اخیستنی قابلیت قوی کیږی او د روحانی جهاتو د پاره لازمه چمتووالی برابروی.دقیقه تمرکزی تمرینونه د دننه قواوو د توازون سبب گرځی او د بدن د انرژی میدان قوی کوی او دزړه او دماغ تر منځ ارتباط رابرابروی. په نتیجه کی سالک د حقیقت د پیدا کولو د پاره لازمه هم آهنگی تر لاسه کوی اود زړه او دماغ په پوره یوالی سره دخپل نا محدوده ملکوتی بعد په کشف باندی قادر کیږی اود عالم د ټوله انرژی سره تړل کیږی.
"قواوی راوگرځوه او د حیاتی عقده په محل کی چی په زړه کی ئی ځای دی راټولی کړه تر څو لاسته راوړنی دی بی زواله سی اووجود دی په اعتدال کی ژوند وکړی او ابدیت وپیژنی. " 2
1. Hazrat Nader ANGHA,
Theory "I", The inner Dimension of Leadership, Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, 2002, pp. 130-133
2. Hazrat Shah Maghsoud Sadegh Angha,
Message from the Soul, Verdugo City, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, 1986, p. 5