MTO Shahmaghsoudi @ Facebook
MTO Shahmaghsoudi @ twitter
 

MTO Shahmaghsoudi

 

داویسی شاه مقصودی طریقت مکتب خانقاوی

د حضرت صلاح الدېن علی نادر عنقا تر مستقېمی لارښوونی لاندی دا مکتب په ېوه غېر تجارتی سازمان سره بدل سو کوم چی د نړی په پنځو وچو کی مرکزونه (خانقاوی) او تر پنځه سوه زره څخه زېاد شاګردان لری. ددی مکتب تعالېمات د علم ، عشق، سولی ، هم آهنګی او بقا ه پېغام د رښتېن پلټونکی و ژوند ته راوړی.

دمکتب د خانقاوو ویب سایت


خانقاه

خانقاه او یا خانه گاه یعنی د وخت ، حال او حضور کور.

گاه هغه واقعی لحظه ده چی انسان ئی باید همیشه د هغه په حضور ، څارنه او ساتنه کی وی هم ظاهرآ او هم باطنآ ،

تر څو هر گړی ددغه حقیقی ژوند د مادی دنیا په آوارگی او لونډگی کی بوخت نه سی او بالاخره د علم ، عشق او هستی دآسمان دروازی د حقیقی سالک پر مخ وپرانیستل سی. سالک د هغه لاری تلوونکی دی چی مدام په خپل جمعیت کی، او نه د خلکو په تفرقو کی تگ کوی تر څو یوه لحظه هم د هستی څخه جلا نه سی .د هر علم د زده کولو د پاره باید موږ د هغه و ښوونکی او ښوونځی ته مخ کړو. د عرفان مکتب او ښوونځی خانقاه نومیږی .

په تیرو وختو کی که به څوک د خپل حقیقت په لټونه سو، نو به ئی مخ و خانقاه ته کړ.

دی په دی پوهیدی چی ورځنی ژوند دده د اصلی غوښتنی یعنی د انسان د حقیقت د لټولو او موندلو ځواب نه ورکوی. هر نوم او نښان چی به ئی په ټولنه کی درلودی لیری به ئی وغورځاوه او په ډیره تسلیمی او طلب به ئی مخ خانقا ه ته کړ ی تر څو ددی حاضر جمعیت سره یوځای په تیره بیا د ذکرپه وخت کی ، حضور او حال په بی زمانی کی تجربه کړی .

د مکتب سره د اړیکو لاره

MTO Shahmaghsoudi ®
Public Relations Office
P.O. Box 3620
Washington, D.C. 20027, USA

Tel. : 001-800-820-2180
Fax : 001-703-430-6530

Email : info@mto.orgoben