"د خدای تعالی په سپیڅلی لاره کی، یواځی په زړه کی بټ رازونه کار کوی ."
حضرت مولانا صلاح الدّین علی نادر عنقا، اویسی پیر
د« عرفان تر دینونو تر منځ پل » څخه1
د دین پدیده په پیل کی داسی شروع سول چی خلک د طبعی قدرتونو په مقابل کی عاجز وی او مجبوره سول چی ددی قدرت یو سمبول د بتانو په څیر جوړ کړی او عبادت ئی وکړی او په کرار کراره سره ئی هیر کړل چی بتان د واقعیت سمبول نه دی.
د هغه وروسته پیغمبرانو ظهور وکړی او ددوی د تعالیماتو لنډه دا وه چی دوی د خدای تعالی سره مستقیم ارتباط لری او د خدای تعالی واقعیت ئی پیژندلی دی او بت پرستی غلط کار دی.
. د پغمبرانو ظهورپه اصل کی د عرفان پیل دی... ځکه عرفان موږته دا را ښی چی د خدای تعالی پیژندل د خپل ځان د واقعیت د لاری امکان لری. ولی خلکو د پیغمبرانو تعالیمات زده نه کړل یواځی ئی په تعبدی ډول قبول کړل او په اصل کی نور لوی بتان په خپلو اندیښو کی جوړ کړل او عبادت ئی ورته شروع کړی.
د پیغمبرانو د وخته څخه راپدی خوا پوهانواو معتقدین راپورته سولچی دا روحانی او معنوی لاره چی د پیغمبرانو تعالیمات دی وخلکو ته وروښی. په نتیجه کی ددوی عقاید په بیلا بیلو ټولنو کی بیلا بیل تعبیر سول او کرار کرار بیلابیل گروپونه په بیلابیلو عقایدو سره جوړ سول د بیلا بیلو دینونو په باره کی بحث او خبری پیل سولی. پدی لړ کی د دی گرپونو تر منځ جنگ اوجگړی او ظاهری اختلافونه د عقایدو او ددوی د باورونو پر اساس راوانی دی او په اصل کی دا اختلافونه ددوی د مادی گټو د لاسته راوړو پر اساس دی.
یو واضیح ټکی دادی چی د دین واقعیت د مذهبی رسومواو ادابو د سرته رسولو د لاری چی د پیړیو راپدی خوا تر سره کیږی کشف کیدای نه سی. همدارنگه د خدای تعالی پیژندل معزی قواوو او فیزیکی حواسو اود اثارو په ویلو او خبرو کولو سره نه تر لاسه کیږی.
ددین د واقعیت کشف په اصل کی زموږ د اسمانی دننه بعد کشفول دی چی د الهی ظهوراتو د څرگندنی چینه ده . دا همهغه حقیقت دی چی پیغمبرانو ئی ښوونه کړیده . ددی کشف د پاره عبادت، دیسیپلین او یو دقیق د زده کړی سیسټم لازم دی کوم چی عرفان ئی وړاندی کوی.
د "زه" د حقیقت د پیژندلو دپاره او په عبارت سره د انسان دوجودی واقعیت و علم ته ضرورت لری. داسی یو لایتناهی او نامحدوده علم په عمومی ټولنو کی نه پیدا کیږی. بلکه دفرضی محدودو سرحدونو تر شاه په هغه باید وگرځیږو. د عرفان لاره د "زه" د حقیقت د پیژندنی پر اساس چی د خدای په پیژندلو سره سرته رسیږی ولاړه ده، او په حقیقت کی هغه د پیغمبرانو لاره چی د حقیقت د تخم د کشفولو لاره ده کومه چی د هر انسان په زړه کی پټه ده. ددی کبله ده چی عرفان ددینونو تر منځ پل دی ځکه چی د پیغمبرانو مقام او روښ ته قدرورکوی.
. د عرفان دا پر شخصی تجربی او کشف باندی ټینگار اود الهی علم ترلاسه کول اود خپل دننه قابلیتونو پرورښ د سیراو سلوک دلاری ددی سبب گرځیدلی دی چی عرفان ددینونو تر منځ دا پل جوړوی او ددینونو تر منځ معنوی ، دنیاوی او ټولنیز ارتباط رامنځ ته کوی.
. نوددی کبله د عقایدو او د عملی کړنلادی په طریقه کی بله لاره نه سته ځکه چی "د خدای تعالی په سپیڅلی لاره کی یواځی په زړه کی پټ رازونه کار کوی."
1. Hazrat Salaheddin Ali Nader Shah ANGHA,
Sufism, A Bridge Between Religions, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Riverside, CA, USA, 2002, pp. 51-53.