MTO Shahmaghsoudi ®
د اسلامی عرفان ښوونځی ®

تصوّف | مقالی | تاریخچه و سلسلۀ اقطاب مکتب | خانقاوی | پیښی | MTO ORGANIZATIONS

عرفان د تاریخ په اوږدو کی(1)
انسان، واحدی حقیقی در وجود
د وجود یواځینیتوب
حواس اود مغز د اختياراتو محدوديت د حقيقت ﭗه كشفولو كي
تمركز(ځيركيده)ل، د قواوو ټولول او د "زه" كشفول


د تصوف تاریخ
(د لومړی پیړی څخه تر شپږمی هجری پیړی ـــ د دوهمی پیړی څخه تر دولسمی پیړی پوری)

تصوف 1400 کلن زوړ تاریخ لری . د اسلام د پیغمبر حضرت محمد د ر حلت څخه په دوو لومړیو پیړیو کی ډیر عارفان د اهل سر او اهل باطن په نو م سره نامتو وه . د هغی ډلی څخه ابراهیم ادهم ( 161 ه ق ــ 777 م) کی وفات سوی دی . دی چی یو شاهزاده وه ، د پا چا هی تخت او خپلوان ئی پریښودل او د باطنی اهل په عرفانی اسرارو پسی روان سو. د هغه وخت د عا رفانو څخه یوه هم ښځه د رابعه عدویه په نامه ده (وفات په 135 ه ق ــ 752 م ) .ددی د ژوند کړنلاره او تعالیم د الهیی سپیڅلی عشق او باطنی اخلاص پیاوړ ه نمونه ده ..1

د اروپا په تاریکه دوره کی ، اسلامی ادبیات او علوم خپل دغوړیدو په او ج کی وه . او پوهه غوښتوونکی عارفان په خپلو لوړو پلټنو او د ریاضیاتو او علومو نیو کشفیاتو سره بوخت وه . هغه وخت اروپائی پوهان چی په علومو کی پلټنه کول د کفر او ارتداد په نامه محکمه کیدل. په هغه وخت کی د مسحیی لویو کتابتونونو د 3000 څخه تر 4000 ټوکه پوری کتابونه درلودل . ولی د گراناډا اسلامی پوهنتون 1050000 ټوکه کتابونه درلودل.

.دمسحیی ، یهودی او مسلمانو پوهانو تر منځ پراخه اړیکی موجودی وی. په تره بیا په اسپانیا کی چی د 711ــ 1492 م کال پوری تر اسلام تر سلطی لاندی وه ، حتی د صلبی جگړو په وخت کی د دین آزادی لوړه گڼل کیدله. همدغه دا سپانیا د هیواد د لاری عرفان وغرب ته ور وپیژندل سو .او د خپل ځان دننه او باطنی خوا ته د ځیر کیدو بنسټ ئی په مسحییت کی کښیښود. په یولسمه پیړی کی تر یسا کاترین ، مایسټر اکهارت ، ریچارد ژل او نو ر داسی افراد ددی لاری د روښانو ضمیرو یوه بیلگه ده .

ددی پیړی په اوږدو کی عرفان پراخوالی وموندی . په 8 میلادی پیړی کی علیقدر عارف شقیق بلخی (وفات ئی په 174 یا 195 ه ق ــ 789 یا 810 م ) کی دی چی د فزیک او میتافزیک په علومو کی یو پیاوړی پوهاند وه . شیخ ابو تراب نخشبی ( وفات ئی په 245 ه ق ـ 859 م ) کی دی چی د خپلو معجزاتو له کبله ئی ډیر شهرت درلودی. په نهمه پیړی کی ډیرو نا متو عارفانو ژوند کاوه . د هغو د ډلی څخه ذوالنون په مصر کی ، محاسبی په عراق کی او بایزید بسطا می د ایران څخه وه چی ددوی شعرونه او آثار د یادولو وړ وه

. د پیړیو په اوږدو کی ډیر عارفان د مرتجعینو په لاس په شهادت ورسیدل. د هغه ډلی څخه یو هم منصور حلاج (921) په قتل ورسیدی.، چی ویل ئی : " زه حق یم " او دی ئی د کفر په جرم غرغړه کړی . د حلاج شهادت د حق پر یواځنیتوب باندی وه چی همهغه د اسلامی تعالیما تو جوهره ده . ولی مسلمانو متشرعینو تر اوسه پوری ددی حقیقت نه دی درک کړی. بعضی عارفان په غرب کی په پوره توگه پیژندل سوی دی ، لکه ابن رشد ( وفات ئی په 595 ه ق ـ 1198 م ) دی چی په اویروس شهرت لری. دی ددربار طبیب او همدارنگه یو لوی فیلسوف وه .

بعضی عارفان په غرب کی په پوره توگه پیژندل سوی دی ، لکه ابن رشد ( وفات ئی په 595 ه ق ـ 1198 م ) دی چی په اویروس شهرت لری. دی ددربار طبیب او همدارنگه یو لوی فیلسوف وه .. یو بل عارف بیا ابن عربی دی چی د پالاسپوس " دننه الهیی زیندی " په اصل کی د ابن عربی د آثارو پر بنسټ باندی لیکل سوی دی .( 638 ـ 560 ه ق _ 1240 ـ 1165 م ) ابن عربی د دوو صوفی ښځو د تعالیماتو تر تاثیر لاندی وه چی تر 2500 ټوکه څخه زیات آثارئی پرایښی دی . بل عارف غز لی (505ــ 450 هـ ق _ 1111ـ 1058 م ) دی چی د هغه وخت د حا کم رژیم سره همکاری کوله. ولی هغه وخت یو بل صوفی چی انصاری نومیده او د حاکم حکومت تر محاکمی لاندی وه . غزالی د هغه وخت د حکومت ظلم او ستم و نه کړای سو چی تحمل ئی کړی ، نو ددی کبله ئی تدریس پریښود او خپل ژوند ته ئی په روحانی خلوت کی ادامه ورکړه . غزالی په خپلو تعالیماتو کی دننه اړخ او تصوف د شریعیت سره گډ کړه. چی په نتیجه کی د الهیاتو تر سرلیک لاندی متخصیصین منځ ته راغلل چی د مسحیت پر افکارو اواندیښو باندی ئی لویه اغیزه درلوده ..3

په دولسمه پیړی کی ، شیخ روزبهان ( 606 ـ 522 هـ ق _ 1209ـ1127 م ) تر 1000 څخه زیات آثار پرایښی دی. عالیقدر عارف شیخ نجم الدین کبری ( 618 ـ 540 هـ ق _ 1220 ـ 1145 م ) چی غښتلی شاگردان ئی لکه عطار او شیخ علی لالا غزنوی ، سیف الدین باخرزی او نور 14 تنه نامتو عارفان درلودل . د یاد ولو وړ ده چی مولانا جلاال الدین رومی دده د څلرمی ډلی شاگرد وه.5 شیخ نجم الدین کبری او دده آثار د با طنی لاسته راوړونو او تجربو او همدارنگه دده د سیر او سلوک مقامات د ډیر ارزښت وړ دی . انا ما ری شیمل د " اسلام د باطنی اړ خ " په کتاب کی داسی لیکی: " پدی کی شک نشته چی شیخ نجم الدین کبری په خپل باطنی سیر کی د هستی تر ژوروالی پوری سفر کړیدی، او باطنی مقا مات ئی لیدلی او لاس ته ئی راوړی دی . " شیخ نجم الدین کبری د ټولو نورو عارفانو سره هم عقیده دی چی انسان هغه یو وړوکی موجود او یا په بل عبارت سره صغیر عالم او هر هغه څه چی په اکبر عالم کی سته دده په باطن کی سته . .6



1. Margaret SMITH, Rabi'a the Mystic and her Fellow - Saints in Islam, Cambridge University Press, Cambridge, New York, 1984.
2. Annmarie SCHIMMEL, Mystical Dimensions of Islam, University of North Carolina Press, Chapel Hill, 1975.
3. Al-GHAZZALI, The Alchemy of Happiness, Octagon, London, 1980.