د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ®
د اسلامی عرفان ښوونځی ®

تصوّف | مقالی | تاریخچه و سلسلۀ اقطاب مکتب | خانقاوی | پیښی | MTO ORGANIZATIONS

عرفان څه شی دی، پیل
د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب سره پیژندگلوی
خانقاه
عرفان د دينونو تر منځ پل
غوره سوي سرودونه
د مولوي د مثنوي څخه يو داستان


د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب سره پیژندگلوی
(د اسلامی عرفان ښوونځی ®)

د اسلام د سپیڅلی پیام حرمت او د رسول اکرم حضرت محمد (ص) سنت د اویسی طریقتت د مکتب د تکړه عارفانو د نه شلیدونکی ځنځیر په واسطه تر ننه پوری ساتل سوی دی . او د غوو عا رفانو د اسلام واقعیت او حقیقی پیام ،پر موجودو غلطو زده کړو سربیره ، د ښوونی ، آثارو او زده کوونکو د لاری رواج کړیدی. او بیله ددغو میړنیو د بی ساری سر تیری او قربانی څخه به د اسلام واقعیت هیڅکله زموږ په وخت کی نه وای غوړیدلی.

د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب ،د اسلامی عرفان د ښوونځی نوم د حضرت اویس قرنی څخه اخیستل سوی دی . ددی حضرت باطنی (دننه ) پیژندگلوی د اسلام د د حضرت پیغمبر د خوا تائید سوی ده. الهی علم د حضرت او یس قرنی د وخته څخه بیا تر او سه پوری د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب د لویو پیرانو د خواد نه شلیدونکی سلسلی پواسطه ځکر په ځگر یو بل ته رانقل کړیدی چی د تاریخ لیکونکی او د پوهی پلټونکی ئی شاهیدان دی . او په حاضر وخت کی حضرت مولانا صلاح الدین علی نادرعنقا د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب استاد دی او دا علم په ده پوری اړه لری.

د 1400 کالو څخه زیات وخت راپدی خواد اویسی طریقت د مکتب استادان خپل شاگردانوته ښوونه کوی او په دوی کی د دننه قابلیتونو څخه په کار اخیستلو سره پیژندنه تر لاسه کوی او د ژوند او هستوگنی چارواکی په خپل لاس اخلی. د خپل ځان او د هستی د پیژندنه یوه فطری خبره ده او ټول خلک په کی شامل دی ، ولی یواځی هغه کسان چی د خپل ځان د واقعیت پیژندل ئی د خپلو اهدافو او عملونو پر تخته باندی لیکلی د ی او تر هغه وخته پوری چی هغه کشف نه کړی ، لاس د پلټنی څخه نه اخلی او دا کسانو ته د تصوف او سر اهل وائی. او یا په بل عبارت سره د تصوف اهل د هستی د سر په کشفولو او د نه دپیژندل سوی په پیژندلو پسی پلټنه کوی . د تو جه وړټکی خو داد ی چی د هغه چاه د پاره چی د خپل ځان د وجود واقعیت ئی نه وی تجربه کړی دا واقعیت دده پاره د سر په ډول پاته کیږی . ولی د هغه چاه د پاره چی د خپل ځان د وجود واقعیت ئی کشف او تجربه کړی دی دا مسله روښانه او واقعی ده . په انسان کی دمکنون سر تجربه کول یا په بل عبارت د تصوف د اهل تجربه په معمولی توگه ژغورنه ، خپلواکی، خوښی ،محبت ، سینه پرپښتی ، علم ، لذت ، یوالی او عشق د ځان سره لری.