حضرت شاه مقصود عنقا د اويس طريقت د مكتب(د اسلامي عرفان د ښوونځي) يوڅلويښتم اوستاد دي. حضرت مولانا صلاح الدين علي نادرعنقا د حضرت شاه مقصود روحاني او جسماني زوي ﭗه كلك او ټينگ احترام سره د دي مكتب اوستادان را ﭗه يادوي او دخﭗل پلار په باره كي داسي وائي: " د حضرت شاه مقصود ښووني د تصوف په تاريخ كي يو نوي پړاو شميرل كيږي. داسلام حقيقت بايد په ټوله نړي كي اعلام سي."
حضرت شاه مقصود چی د نړی په علمی ټولنو کی د پروفیسور عنقاپه نامه شهرت لری، د 1297هجری لمریز کال د حوت د میاشتی په 15نیټه چی د 1916عیسوی کال د فبروری د میاشتی د 4نیټه سره سمون خوری، په تهران کی زیږیدلی دی. د 1341 هجری لمریز کال د سنبلید میاشتی په 31 نیټه چی د 1962 کال دسیپټامبر د 2 نیټی سره سمون خوری د خپل گران پلار څخه د او یسی طریقت د مکتب د پیر تر سرلیک لاندی د ارشاد اجازه تر لاسه کړ.
حضرت شاه مقصود په پر عرفان باندی په پوره توگه حاکم او همدارنگه د علومو په بیلا بیلو ریښتو کی د خپل پلار ځای ونیاوه او د عرفان د مکتب دروازی ئی د هغه د لټوونکو د پاره په ټوله نړی کی وپرانیستلی.
دا حضرت په بی ستومانه توگه زیار وایستی چی تر څو د تصوف ښوونی د نړی په گوډ گوډ کی د هغه د طالبانو ولاس ته ورسیږی او د همدی کبله د دی مکتب نو م اویسی شاه مقصودی دی .
حضرت شاه مقصود د سنبلی د میاشتی په 13 نیټه د 1349 هجری لمریز کال چی د 1970 میلادی کال د سیپټامبر د څلورمی نیټی سره سمون خوری ،په رسمی ډول ئی په حضرت پیر مولانا صلاح الدین علی نادرعنقا د 42 قطب تر سر لیک لاندی د اویسی خرقه واغوستله او په خپل ځای ئی کښیناوه.

پروفیسور عنقا د طب، فلسفی، ادباتو، ریاضی، ژوندی فیزیک، فیزولوژی، جینیتیک، ژوندی شیمی، ژوندی انرژی، تشعشعی میخانیک، انرژی اوکوانتوم، الکترودینامیک کوانتوم، نسبیت، فضائی فیزیک، د ذراتو فیزیک، هستوی فیزیک او نورو رښتو کی پلټنی کړیدی. ددغو پلټونواوخلاقیت نتیجه هغه بی ساری ښوونی او گران بیه آثاردی، چی د بشریت دژوند دلاری د رڼا ډیوه گرځیدلی ده.
دغه حضرت دخپل ثمر لرونکی ژوند په دوران کی تر 150 نه زیاد آثارد نظم او نثر په ډول لیکلی دی، او هغه کتابونه چی په بیلا بیلو ژبو تر جمه سوی دی عبارت دی له :
"چنته(چانټه)، حماسه حیات( د ژوند حماسه)، اصول فقر و تصوف ( دفقر او تصوف اوصول)، طب سنتی ایران ( د ایران سنتی طب)، سرالحجر(دحجرراز)، مثنوی شاهد و مشهود (دشاهد او مشهود مثنوی)، سیرالسایرو طیر نادر(دسائر تگ او دنادر آلوتنه)، پدیده های فکر ( د فکر پدیدی)، زوایای مخفی حیاتی(دژوند پټی زاویی)، نیروان(نیروان)، آوازخدایان(دخدایانوآواز)، تطهیر وتنویر القلوب(دزړوپاکوالی اوروښنائی)، مقاصد الارشاد( دلارښوودمقصدونه)، الصلواه (لمونځ)، سراج الهدی(دلارښوونی څراغ )، ، اوزان او میزان( وزن او تله) مزامیر حق و گلزار امید( دحق سرودونه اود امید گلزار)، سحر( سپیدی)، ."
په 1976 عسوی کال کی یو جاپانی ژوند پوهه د حضرت شاه مقصود صادق عنقا سره د مصاحبی له کبله ددغه حضرت حضور ته ورغلی. هغه ددی مصاحبی پوښتنی او ځوابونه د"سحر" (سپیدی) نامه کتاب کی خپاره کړه. دغه ابدی اثر نه یواځی د پروفیسور عنقاد نظریاتو او فکرو څرگندوی دی، بلکی د معرفت د مکتب د ارزښتنت څخه ډک بیانوونکی هم شمیرل کیږی.
پروفیسور عنقاپه دغه مصاحبه کی په ځانگړی کتنه سره د یوی واقعی سولی د لاس ته راوړو څرنگوالی مطرح کوی، چی وروسته بیا دغه طرحه دده دزوی د"صلح" (سولی) کتاب د لیکلو او خپرولو د ژوری اندیښنی بنسټ وگرځیدی.
" هغه اوصول چی په محدودیت کی اعتبار لری، د لاهتنائی په موندلو کی منا سب نه دی."
لکه څنگه چی د احضرت ښوونه کړیده چی "عرفان "عبارت د هغه علم او هنر څخه دی چی د میتافیزیک پر اوصولو، د فیزیک په نړی کی ځنی کار اخستل کیږی. پدی باره کی کولای سو چی ددغه حضرت د یادگاردودانی د دقیقو محاسباتو مثال ورکړو . داودانی د معظم حضرت پیر له خوا د خپل محبوب پلار، یعنی حضرت شاه مقصود صادق عنقاپه یاد، محاسبه ، طرحه او ترهغه د رنظر لاندی جوړه سویده. ددغه ښکلی ودانی په محاسباتو کی د ده د پلار یعنی "حضرت شاه مقصود" نوم د اعدادو او حروفو د علم له مخی حاصلیږی. ددی ودانی د چت تر ټولو په لوړه برخه کی یوه څوکه د سړی پام وراړوی، چی ددی شخص یوځایوالی دخدای تعالی سره څرگندوی، او دا را په ډاگه کوی چی سړی کولای سی د خدای تعالی سره د زړه په کعبه کی وگوری.
ددی ودانی پرطرحی برسیره د رنگه گچکاریو، رنگه هنداری، کاشی کاریو، نازکی فلزکاری او خطاطی ودغه ودانی ته ښکلا ورکوی.همدارنگه توره د مر مر ډبره ددغی ودانی په فرش کی کارسویده چی د هر چا دتعجب وړگرځی.
نن ورځ د ا ودانی د عرفان د هغه لوی استاد د وجود د ابدی یاد په خاطر جوړه سویده، چی نه ډیر زیاد وخت د مخه د تهران ښارته نژدی دخپل ترصد خانی څخه د لاهتنائی نړی د پلټنی او کشف په کار کی، د زیارنه ډکی هلی ځلی وکړی او د بشریت د جهل او نادانی له مخی ئی ډیری پردی پورته کړلی.
پرفیسور عنقا د 1359هجری لمریزکال د محرم د میاشتی په 9 نیټه چی د 1401هجری قمری کال د عاشوراپه شپه چی د1980عیسوی کال د نوامبر د 17نیټی سره سمون خوری، ددی نړی څخه رحلت وکړی.