![]() | ||||||||||||
![]() د اسلامی عرفان ښوونځی ® تصوّف | مقالی | تاریخچه و سلسلۀ اقطاب مکتب | خانقاوی | پیښی | MTO ORGANIZATIONS
ددی غزلی آخیری بیت د مولانا جلال الدین رومی په دیوان کی د هغه غزلی د ښه راغلاست او د هغه دجادو نه ډک بیان د څرگندنی له امله دی، چی په سلهاووکالو دمخه د حضرت پیر د راتگ او ظهور زیری ئی د شمس تبریزی په دیوان کی وائی:
بوی نازک دجنت د بڼ او گلودی دا د1329هجری لمریز کال په اخیروکی چی د 1950عسوی کال سره سمون خوری د مصر د الاهزار د پوهنتون پلټونکی ښاغلی "سید محمد ابو المجد" په تهران کی د حضرت شاه مقصود سره د کنتی په ترڅ کی، دغه حضرت د خپل زوی دکمال او جمال تر تاثیر لاندی راغی او د حضرت پیر ئی داسی صفت وکړی:
دحضرت پیر محترمه مورماه طلعت اعتماد مقدم په خپل کتاب کی "د حضرت محمد څخه بیا تر لوی عارف میر قطب الدین محمد پوری" د خپل زوی په باره کی چی د اویسی طریقت د داقطابو سلسلی ته دوام ورکوی داسی لیکی:
ددوی د گران پلار پواسطه ددوی د انتصاب د وخت څخه ، حضرت پیر په هغه مسولیتونو باندی پیل وکړ کوم چی دوی ته ورسپار ل سوی وه. دهغودجملی څخه د تهران ښارته نژدی په کرج کی د صوفی آباد تر سرلیک لاندی د عرفانی مرکز دسازمان او مدیریت د جوړیدو طرحه وه. داکتر رونالد گریزل چی په 1983 میلادی کال کی تهران ته سفر کړی وه ، د اجازه د اخیستلو وروسته د کرج د صوف آباد د خانقا څخه لیدنه کړی ده او ددی ښکلی مرکز توصیف ئی کړی دی چی په خپل کتاب کی چی د (sufism) تر سرلیک لاندی لیکلی دی یو فصل ئی هلته د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ته په کرج وقف کړی دی . .2 په 1979عسوی کال کی هغه وخت چی دی د خپل پلار سره امریکا ته روان سو د هغه ژوری وعدی دپرځای کیدو په کار چی د پلار سره ئی کړی وه، پیل وکړی. هغه وعده دا وه چی دمعرفت طریقه په ټوله نړی یعنی په شمالی امریکا، اروپا، استر لیا او آسیا کی پراختیا ورکړی. " په ډیر لږ وخت کی د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب جلسی دحضرت پیر تر څارنی لاندی امریکا په ډیرو آیالاتو کی جوړی سولی. دغه لویه پراختیا د هغه حقیقت څرگندوی دی چی د دا حضرت د خپل پلارد رسالت د سرته رسولو درنده دنده په ډیره مینه په سرته رسولو درنده دنده په ډیره مینه په غاړه اخیسته ده او خپل وخت ئی ددی رسالی یعنی ټولبشریت ته دواقعیت او حقیقت اعلانولوته وقف کړی او خپله انرژی ئی د دبیلابیلو مذهبود افرادو په ښوونه او روزنه کی خرڅوی. بالاخره دغه بی ساری تحریک داویسی شاه مقصودی دطریقت د مکتب خانقاووبنسټ په ډیرو نورو هیوادوکی لکه په اروپا، استرلیا او آسیاکی کښیښود، او اوس هلته تر پنځه سوه زره نه زیات طلاب د حضرت پیر تر څارنی لاندی په زده کړه بوخت دی.دغه نړیواله پراختیا دحضرت شاه مقصود دهغه لاهتنائی دیددبرکت له مخی دی چی د "حماسه حیات" په کتاب کی ئی بیشمیره اټکلونه کړیدی: ددید ځای پر زیاتیدو دی د جهل مظهر پر اووښتو دی داسلام اصل به عالمگیر سی پسله پیړی به د تقد یر سی د حضرت پیر پوهه او علم یواځی په باطنی او خفیفه علومو کی نه دی، بلکی په نورو علومولکه فیزیک، ریاضیات، ستوری پیژندنی، نجومی فیزیک او د کوانتم پر میکا نیک باندی هم پوره حا کیمیت لری. حضرت پیر د نړی په حقیقی علمی ټولنوکی ډیر زیات شهرت لری او همداډول ئی احترام کیږی. په ورځنی علومو کی ډیر پوهان د حضرت پیر څخه نظر او لارښوونه غواړی. ددی حضرت دقیق اشارات اولارښوونی د علم په بیلا بیلو برخو کی د علمی پلټنوونکو او طالبانو دلانجو د حل سره مرسته کوی او دوی دهغو څخه گټه اخلی. دوی په ارشادی غونډو او بی حسابه وینا وو کی په بیلا بیلو پوهنتونونو ، علمی او د روزنی په موسسوکی د نړی په گوډ گوډ کی د اسلام حقیقی مخ د هغه په ټولو مرتبو کی وړاندی کړیدی. حضرت پیر پدی باندی ټینگه عقیده لری چی تر څو پوری د هر فرد ددننه او ذاتی ارزښتونه ، استعدادونه او قابلیتونه په دننه کی کشف نه شی ، که نر دی که ښځه ، وبه نه کړای سی چی د ثبات ، امنیت ، خپلواکی او د انسانی مقام حقیقی معنی به ومیندی . ددی حضرت لیکل سوی آثار په نظم او نثر کی تر 50 څخه زیاتیږی چی په بیلا بیلو ژبو باندی چاپ سوی دی چی د هغو د جملی څخه د لاندی کتابو نوم اخلو: صلح ، رازنامه ، متقرب او د روابح مثنوی. او لاندی کتابو نه په انگریزی ژبه باندی لیکل سوی دی : Whispering Moments,The Fragnance of Sufism, Sufism , Sufism and Peace,Sufism and Wisdom,Sufism and Knowledge, Sufism and Islam, Theory -"I", Sufism the Reality of Religion ,Sufism the Bridge between Religions,Dahm هغه تحقیقا ت چی حضرت مولانا صلاح الدین علی نادرشاه عنقا پدی اخیرو وختونو کی کړی دی عبارت دی د : د میون د شعاع دستگاه ده چی پدی شعاع سره د میون تراپی تداوی کوی او همدارنگه د اعصابو د شبکی د جوړیدو او روغتیا د پاره یوه بله دستگاه جوړه کړیده . --------------------------------------------------------------------------------
د حضرت پیر پوهه او علم یواځی په باطنی او خفیفه علومو کی نه دی، بلکی په نورو علومولکه فیزیک، ریاضیات، ستوری پیژندنی، نجومی فیزیک او د کوانتم پر میکا نیک باندی هم پوره حا کیمیت لری. حضرت پیر د نړی په حقیقی علمی ټولنوکی ډیر زیات شهرت لری او همداډول ئی احترام کیږی. په ورځنی علومو کی ډیر پوهان د حضرت پیر څخه نظر او لارښوونه غواړی. ددی حضرت دقیق اشارات اولارښوونی د علم په بیلا بیلو برخو کی د علمی پلټنوونکو او طالبانو دلانجو د حل سره مرسته کوی او دوی دهغو څخه گټه اخلی. دوی په ارشادی غونډو او بی حسابه وینا وو کی په بیلا بیلو پوهنتونونو ، علمی او د روزنی په موسسوکی د نړی په گوډ گوډ کی د اسلام حقیقی مخ د هغه په ټولو مرتبو کی وړاندی کړیدی. حضرت پیر پدی باندی ټینگه عقیده لری چی تر څو پوری د هر فرد ددننه او ذاتی ارزښتونه ، استعدادونه او قابلیتونه په دننه کی کشف نه شی ، که نر دی که ښځه ، وبه نه کړای سی چی د ثبات ، امنیت ، خپلواکی او د انسانی مقام حقیقی معنی به ومیندی . حضرت پیر تر 50 نه زیا ت کتابونه په شعر او نثر سره لیکلی دی. د هغو څخه څو نومونه اخلو: صوفیزم او پوهه،صوفیزم او سوله ، صوفیزم او پیژندنه، صوفیزم او اسلام ، دم ،د مذهب واقعیت ، صوفیزم د مذهبونو تر منځ پل.... هغه تحقیقا ت چی حضرت مولانا صلاح الدین علی نادر عنقا پدی اخیرو وختونو کی کړی دی عبارت دی د : د میون د شعاع دستگاه ده چی پدی شعاع سره د میون تراپی تداوی کوی او همدارنگه د اعصابو د شبکی د جوړیدو او روغتیا د پاره یوه بله دستگاه جوړه کړیده .
1. Mowlânâ Jalâleddin Balkhi Rûmi, Divân-e Shams-e Tabrizi, Javdidan Publications, Tehran, 1360 [1981], p. 241. 2. Ronald Grisell, Sufism, Ross Books, Berkeley, CA, 1983, pp.85-97. 3. Ronald Grisell, Sufism, Ross Books, Berkeley, CA, 1983, pp.85-97. © 2008 د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ® |
||||||||||||