
مولانا المعظم حضرت میر قطب الدین محمد
د "اویسی طریقت" څلویښتم پیر دی
حضرت میر قطب الدین محمد عنقا د اردبهشت په 20 نیټه 1266 هجری لمریز کال چی د 1887 د می د میاشتی د لسمی نیټه سره سون خوری په تهران کی زیږیدلی دی او د هغه وړکتوب څخه د مکتب د 39 استاد تر څارنی او ښوونی لاندی وه . وروسته ددی چی ښوونځی ئی سرته ورسوله ، خپلی زده کړی ته ئی په لوړو تعالیماتو کی ادامه ورکړه . ددوی د فکر ژوروالی په ریاضی ، هنر ، ښه خط ، ادبیاتو او د لیکنی په فن کی د توجه او قدردانی وړ دی
حضرت میر قطب الدین محمد عنقا د هغه ځوانی د وخت څخه د انسانی خلاقه قوت د پرورښت او وده او پر علومو باندی د تسلط سره ډیره علاقه درلوده .
دوی د خپلی لټنی څرنگوالی د (جنین څخه تر جنان ) په کتاب کی داسی وائی:
"هر چیری چی می د مسند خاوند وموند نو د ښه نیت په حسن به ئی خواته ورغلم د دوی و خبرو ته په دقت او ځیر سره غوږ سوم ولی د هغوی د نظراتو څخه اخیری مقصد ته ونه رسیدم . یواځی دومره پوه سوم چی ظاهرآ د خلکو کړنه او عقیدی پر شک او د تقلید پر بنسټ باندی ولاړ دی ."
په خپلو څیړونو کی کوم وخت چی عرفان ته رارسیږی نو د هغه داسی صفت کوی:
" د عرفان او تصوف طریقه می و خپل اخیری مقصد ته نژدی ولیدله او هغه می د ټولو نورو لارو څخه را غوره کړه او دا را ته څرگنده سوله چی د دوی مذهب د نورو مذهبو څخه بیل دی ، د عاشقانو مذهب او ملت خدای تعالی دی ، دوی دا گړی غنیمت گڼی او بیله حق څخه هیڅ څه نه . د اضافگیو او د آفاتو څخه ځان بیلوی او هغه څه چی مړه دی ځان ځنی ژغوری
ددوی روحانی او جسمانی زوی حضرت شاه مقصود صادق عنقا ، او یسی پیر د اسی فرمایلی دی :
" لولا سید نا محمد ابوالفضل عنقا ما ظهرت حقیت الفقر و المعرفه فی زما ننا "
که مولانا محمد میر قطب الدین نه وای نو د فقر او معرفت حقیقت زموږ په زمانه کی نه پیژندل کیده "
حضرت میر قطب الدین محمد عنقا د شهریور د میاشتی په 30 د 1341 هجری لمریز کال چی د 22 د سیپتامبر د 1962 میلادی کال سره سمون خوری رحلت وکړی اود دوی د خپل پلار حضرت جلال الدین علی میر ابو الفضل تر آرامگاه بغل ته په ابن بابویه چی د تهران د ری په ښار کی ده .
حضرت میر قطب الدین محمد عنقا بیلا بیلی لیکنی په نظم او نثر کی لری چی د هغو څخه د لاندنیو آثارو نومونه اخلو :
ارشاد نامه ، د جنین څخه تر جنان پوری ، د ادیانو اوصول ، تجلیات ، مراقبه او شهود.