MTO Shahmaghsoudi ®
د اسلامی عرفان ښوونځی ®

تصوّف | مقالی | تاریخچه و سلسلۀ اقطاب مکتب | خانقاوی | پیښی | MTO ORGANIZATIONS

داویسی شاه مقصودی طریقت دمکتب تاریخ
حضرت جلال­الدّین علی میرابوالفضل عنقا
حضرت میرقطب­الدّین محمّد عنقا
حضرت شاه­مقصود صادق عنقا
دعرفان اوسنی استاد


حضرت جلال­الدّین علی میرابوالفضل عنقا

Hazrat Jalaleddin Ali Mir Abolfazl Angha

حضرت جلال الدین علی میر ابوالفضل عنقا د او یسی طریقت 39 استاد دی .

دو ی په 1266 هجری قمری 1849 میلادی کال په قزوین کی زیږیدلی دی . تر 19 کلنی پوری هلته د اسلامی معارفو او نورو علومو په لاسته راوړو بوخت وو. په 1284 هجری قمری 1867 میلادی کال تهران ته راغلی . هلته ئی د پوره او مکمل استاد حضرت آقا عبدالقادر جهرمی په خدمت ورگډ سو او خپل تحصلات ئی د ددی حضرت تر لارښوونی او راهنمائی لاندی تراستادی تر پړاوه پوری ورسول.

حضرت جلال الدین علی میر ابوالفضل عنقا په همیشنی همت ، مدام خدمت ، او مخکښ کار د نفس د کمالاتو په پوره کیدو پیل وکړتر څو چی د خپل وخت د ټولو سلسلو یواځنی قطب وگرځید . دوی نه یواځی اصلی خرقه د حضرت عبدالقادر جهرمی څخه په اویسی طریقت کی ، بلکه د نورو طریقو د استادانو لکه حضرت شیخ محمد جاسبی د معروفی رحمت الهی د سلسلی خلیفه او همدارنگه د حضرت سید حسین موسوی دزفولی د ذهبی طریقه د قطب څخه هم د ارشاد او ښوونی اجازه تر لاسه کړه.

دوی په 1293 هجری لمریز ( 16 مارچ 1915 میلادی )کال په تهران کی رحلت وکړ او ددوی آرامگاه په ابن بابویه کی د تهران د ری په ښار کی ده .

دوی ارزښتمند آثار د تصوف او د اسرارود علم د حقایقو او همدارنگه د فلسفی او بیلا بیلو علومو په باره کی د شعر او نثر په ډول پر ایښی دی . ددوی د آثارو نومونی په لاندی ډول دی : ـ د فقر آدبونه په سلوک کی ـ قدسی حدیث ـ حسینی اشارات ـد سالکینو د زړو نو نو ر ـ د مناقبو حقیقتونه ـ غوړیدله غنچه د راز د گلشن په شرح کی