وحی : د قرآن کریم څخه آیاتونه

په قران کریم کی ډیر آیاتونه د وحی او د خدای تعالی د نښانو د څرگندولو د ارتباط په باره کی سته . دا آیاتونه او یا بل عبارت سره "نښانی " بلل کیږی. دا ایاتونه د هغو کسانو سره چی زړونه ئی د علم په نور سره روښانه سوی دی صحبت کوی او خپل حقیقت ورته څرگندوی.

و ما كان لبشر أن يكلمه الله إلا وحيا أو من وراء حجاب أو يرسل رسولا فيوحي بإذنه ما يشاء إنه عليّ حكيم. و كذلك أوحينا إليك روحا من أمرنا ما كنت تدري ما الكتاب و لا الإيمان و لكن جعلنه نورا نهدي به من نشاء من عبادنا و إنك لتهدي إلى صراط مستقيم.

دشورا سورۀ(٤٢): :" خدای تعالی د بشر سره د وحی ، د حجاب تر شاه خبری کوی او یا رسول رااستوی چی د هغه په اذان سره هرڅه چی وغواړی وحی کوی په رښتیا سره چی دی علی او حکیم دی.(٥١) او داسی مو وحی د رواستولی ستا خوا ته ، زموږ د امره څخه روح نه وی او نه په کتاب او نه په ایمان پوهیدلی ولی موږ په نور سره لارښوونه وکړه هر هغه څوک چی موږ غوښتل د خپلو بنده گانو څخه او همدارنگه تا راهنمائی کوو وراستی لاری ته د هغه خدای لاری ته چی کوم چی په آسمانو کی او پر مځکه باندی دی د هغه دی په رښتیا چی ټول کارونه خدای ته راگرځی.(٥٣)  

د وخت په تیریدو سره خدای تعالی خپل ځان په خاصه توگه و هر یوه پیغمبرته او ټولو نور خلکو ته چی د وحی اخیستلو قابلیت ئی درلودی متجلی کړیدی. دا لاندی ایات د وحی د اخیستلو څرگندوی دی او ددی هم څرگندوی دی چی څه ډول د وحی په واقعیت کی ټول مخلوقات شا مل کیږی.

قل إنما أنا بشر مثلكم يوحى إلي أنما إلهكم إله واحد فمن كان يرجوا لقاء ربه فليعمل عملا صالحا و لا يشرك بعبادة ربه أحدا.

د کهف سوره (18) : ووایه چی زه یم یو بشر لکه تاسی اوستاسی د خدای تعالی د خوا راته وحی کیږی او هغه یواځینی خدای دی او هغه څوک چی د خپل پروردگار د لیدلو امید لری نو باید صالح عمل وکړی ا و د خپل پروردگار په عبادت کی بل څوک شریک نه کړی.(110)  

إنا أوحينا إليك كما أوحينا إلى نوح و النبيئين من بعده و أوحينا إلى إبراهيم و إسمعيل و إسحق و يعقوب و الأسباط و عيسى و أيوب و يونس و هرون و سليمان و ءاتينا داود زبورا.

د نیسا سوره (4) : هغه دی چی موږ وحی درواستولی ستا وخواته لکه څنگه چی مو د نوح او پیغمبرانو ته او بیا مو وحی واستولی و ابراهیم ، اسماعیل، اسحاق، یعقوب، اسباط، عیسی، ایوب، یونس، هارون ، سلیمان ، ته او داود ته مو زبور ورکړی(163)    

و أوحي إلى نوح أنه لن يؤمن من قومك إلا من قد آمن فلا تبتئس بما كانوا يفعلون.

د هود سوره (11): او وحی وسولی و نوح ته چی هیڅ وخت به ستا د قوم څخه څوک ایمان چپله د هغو څخه چی ایمان ئی راوړی دی نو مه خواشینی کیږی د هغه څه څخه چی دوی ئی کوی(36)

و إذا أوحيت إلى الحوارين أن ءامنوا بي و برسولي قالوا آمنا واشهد بأننا مسلمون.

د مائده سوره (5): او هغه وخت چی می وحی ورواستولی وحوارینو ته چی ایمان راوړی پر ما باندی او زما و استوونکی ته وویل چی ایمان مو راوړی دی پس شاهید اوسه چی موږ یو مسلمانان(111).

إذ يوحي ربك إلى الملائكة أني معكم فثبتوا اللذين آمنوا.

د انفال سوره (8) : هغه وخت چی ستا پروردگار وحی استولی و ملائکو ته چی زه ستا سی سره یم نو هغوی استواره وساتی کومو چی ایمان راوړی دی(12).

و أوحينا إلى أم موسى أن ارضعيه فإذا خفت عليه فألقيه في اليم و لا تخافي و لا تحزني إنا رآدوه إليك و جاعلوه من المرسلين.

د قصص سوره (28) : او وحی مو وکړی د موسی و مورته چی شیدی ورکړه او کوم وخت چی وبیریدی نو ئی و دریاب ته واچوه او مه بیریږه او غمجنه هم مه اوسه چی موږ دی بیرته تاته در استوو د پیغمبرپه توگه (7).

يا ايها الذين آمنوا استجيبوا لله و للرسول اذا دعاكم لما يحييكم و اعلموا ان الله يحول بين المرء و قلبه و انه اليه تحشرون

د انفال سوره (8): ای هغو چی ایمان مو راوړی دی اجابت وکړی د خدای او د هغه د رسول هغه وخت چی تاسی ژوندی کړی او پوهه سی چی خدای د نارینه او د هغه تر زړه تر منځ حایل کیږی او د هغه وخواته راټولیږی(24).

علم د وحی په واقعیت باندی لکه نوری ډیری برخی په تاریکیو کی پاته سوی دی او معمولا د بشر څخه دد باندی پدیدی په څیر تصور سوی ده . حال دا چی د بشر پیکره ذاتا د دی سیسټم لری چی وحی واخلی ولی د وحی اخیستنه د اخیستونکی څخه چمتووالی او هم آهنگی غواړی. 1

_____________________________

Source: Nader ANGHA, Hazrat Salaheddin Ali, Sufism The Reality of Religion, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Washington D.C., USA, 2002, pp.48-57

قرآن