د وحی واقعیّت

اسلام د تسلیم پر اساس باندی جوړ دی . ولی د اسلام مقصد د تسلیم څخه د علم او یقین پر اساس باندی ولاړتسلیم دی . د وجود ټول مظاهر د تسلیم د اصله څخه پیروی کوی اود ذاتی علم تسلیم په خپل مرکز کی پټ دی. داسی تسلیم او استقرار د دننه تحول د انسان په زړه یعنی د ده د موجودیت په دننه کی راولی. په بل عبارت سره ټول هغه محدودیتونه د افکارو ، حواسو او نورو دا د منځه څخه وړی او انسان د شهادت او یقین پر اساس د وجود ویواځنیوالی ته تسلیم کیږی او خپل وجودی واقعیت پیژنی. [1]

د اسلام مقصد د تسلیم څخه په نا پیژندلی سوی خدای باندی نه دی. څرنگه کیدای سی چی په یوه نامعلومه خدای باندی ایمان ولرو. تسلیم په هغه خدای باندی چی موږ په خپلو تصوراتو جوړ کړی دی د سرسرکی ایمان سبب کیږی. ځکه دارنگه ایمان په هغه خدای باندی نه دی د کوم سره چی پیغمبران په ارتباط کی وه او د هغه څخه ئی بحث کړی دی. د بقری په سوره کی په 2 او 3 آیات کی خدای تعالی داسی فرمایلی دی: " دا کتاب په کوم کی چی شک نسته د پرهزکارانو راهنما دی چی په غیب ایمان راوړی." د " غیب" کلمه د خلکو په ذهنو کی داسی ځای نیولی دی چی انسان د خدای پیژندو قابلیت نه لری او په نتیجه کی باید په "غیب" باندی ایمان ولری او هغه کورکورانه قبلوی. حال دا چی ایمان د علم او شهود او یقین پر اساس باندی دی..[2]

د موحدینو مولی علی علیه السلام داسی فرمایلی دی: " ایمان په زړه کی په نورانی ټکی سره پیدا کیږی او هر څه چی ایمان ډیر سی دا ټکی هم ډیریږی.

خدای تعالی په قران کریم کی په 57 سوره 21 آیات کی داسی فرمایلی دی:

يوم ترى المؤمنين و المؤمنات يسعى نورهم بين أيديهم...

"هغه ورځ چی ووینی چی د مومینونارینو او ښځو تر مخ نور ځی"

همدارنگه ویل سویدی چی ذعلب یمانی د امیرالمومینین څخه پوښتنه وکړه چی : آیا ستا پروردگار دی لیدلی دی؟ هغه وویل: آیا هغه خدای چی نه می دی لیدلی عبادت ئی وکړم ؟ هغه وویل: دی د سر په سترگه باندی په عیانه مشاهده سره نه لیدل کیږی ولی دی زړونه د ایمان په حقایقو سره پیدا کوی. ولی رویت د سترگی لیدل دی او بعضی وخت پر زړه او فواد باندی هم اطلاقیږی ولی عیانه مشاهده د زړه ده چی 3 مرتبی لری، د عقل مرتفع په مقام ، د عقل مستوی اود عقل منخفض په مقام.[3]

هستی سته او لایتناهی ده او انسان هم په هستی کی دی او دده استعدادونه مطلق او نامحدود دی . نود انسان د مطلق پیژندلو او د "لیدلو" او " اوریدلو" د مرتبی د کشف د پاره باید هغه د موجودیت د کښته مرتبی یعنی درندی مادی څخه و لوړی لطیفی روحانی مرتبی ته چی د "آدمیت" مقام دی عروج وکړی او لازمه هم آهنگی باید تر لاسه کړی. هغه مقام چی د خدای د تجلی هنداره ده.[4]

همدارنگه په قدسی حدیث کی داسی فرمایلی دی: "مځکه او آسمانونه زما گنجایش نه لری ولی زما د مومن بنده زړه زما گنجایش لری."

اسلام د علم او پوهی پر اساس باندی دین دی. د وخت په جریان کی دا علم پر پیغمبرانو او عرفانو او اولیاو باندی نازل سوی دی. هر انسان د توازون او هم آهنگی او لازمی هم موجی په لاسته راوړو سره د وحی د واقعیت په کشفولو اود " لیدولو" او" اوریدلو" د اصل په کشفولو باندی بریالی کیدای سی. ددی کشف دپاره معلم یعنی لاښوونکی لازم دی . معلم په عرفان کی عارف نومیږی. عارف په اصل کی هغه صبور هادی او راهگشاه دی چی د سالک روحانی عروج ممکنوی. معلم همدارنگه د لاری په " روښنائی" سره هم نومیږی ځکه دی د لاری روښانه کوونکی دی تر څو رښتین سالک دده د نور په برکت سره وکولای سی چی خپله لاره پیدا او حقیقت وپیژنی.[5]

 

شیخ صفی الدین اردبیلی د اتمی هجری پیړی عارف داسی فرمایلی دی: "باید پدی پوهه سوو چی د حق دنارینو په زحمت سره د سالکانو د زړو څخه حجاب پورته کیږی. هغه طالب چی د په خیال او بیره سره پر لاره روان دی په سراب کی ورک کیږی. د تن ډوډی د عناصرو د ثمراتو څخه ده او د روح ډوډی د پاک ضمیرو صاحبدلانو په صحبت او خدمت سره." [6]  

_____________________________

1. Nader ANGHA, Theory "I", M.T.O. Publication, Riverside, CA, USA, 2002, p. 166
2. Nader ANGHA, Hazrat Salaheddin Ali, Sufism The Reality of Religion, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Washington D.C., USA, 2002, p.51
3. Sadegh ANGHA, Hazrat Shah Maghsoud, Al-Rasa'el, University Press of America, Lanham, 1986, pp. 38-39
4. Nader ANGHA, Hazrat Salaheddin Ali, Sufism The Reality of Religion, M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Washington D.C., USA, 2002, p.48
5. Theory "I", p. 145
6. Al-Rasa'el, p.91

قرآن