|
د قران کریم سپیڅلی کلمات زموږ توجه و ثبات آرامتیا او اعتدال ته کوم چی پر ټول وجود باندی حاکم دی او د ﺬراتو څخه بیا تر کهکشانو پوری او دانسان موجودیت او بالاخره کولای سی چی بشری ټولنه نیسی، رااړوی:
أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ (50:6)
ایا تاسی نه ګوری وآسمان ته چی څرنګه مو هغه جوړ کړی او آرام مو کړی او سوریان نه لری
وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ (50:7)
او مځکه مو پراخه کړه او ومو اچوله په هغه کی لنګرونه او په هغه کی مو وغوړولی د هر ښکلی جفت څخه
* * *
وَالسَّمَاء رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ (55:7)
او آسمانونه یی لوړ کړه او ترازو یی کښیښود
أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ (55:8)
چی سر کشی ونکړی په سنجش کی
* * *
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ
إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
(48:4)
دی هغه دی چی راولیږه یی آرامتیا د مومینانو په زړو کی چی ډیر سی ددوی په زړو کی ایمان او خدای تعالی لری د آسمانونو او مځکو لښکرونه او خدای دی حاکم او دانا ټول مومینان دی وروڼه نو سوله وکړی د وروڼو تر منځ ا و د خدای څخه وبېرېږی
شاهید رحم در باندی وسی
* * *
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (49:10)
حضرت صلاح الدین علی نادرعنقا د اویسی شاه مقصودی طریقت د مکتب اوسنی پیر د «زه د تیوری »په کتاب کی داسی فرمایی:
د عناصر اټمی سازمان او دکوراتو تشکیلات چی سره مقایسه کړو د ﺬره څخه بیا تر کهکشانو پوری ټول د تسلیم د اصل څخه متا بعت کوی او وﺬاتی علم ته چی د دوی دعالم په مرکزیت کی دی تسلیم دی.
دا قانون او اصل په انسان کی هم شامل دی او انسان پدی باندی قادر دی چی خپل ثابت او وجودی مرکزیت او یا په بل عبارت خپل حقیقی «زه »تر لاسه کړی کوم چی د آزادی او عشق او جﺬبه د مرتبی حصول دی او کوم چی د عارفانو په لیکونو کی متجلی کیږی.
"[1]
د سولی د لاسته راوړو د لاری حل
هستی د اعتدال او هم آهنګی د ستری مرتبی په خلق کول په هر اړخیزه تو ګه سره قادر دی ، نو ددی کبله انسان نباید په شاه او خوا کی په ثبات سوله او آرامتیا پسی وګرځی.
إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (17:9)
هغه دی چی دا قران رهبری کوی په څه سره چی استوار تره دی او زیری ورکوی مومینانو ته چی ښه کارونه کوی
* * *
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
(41:53)
په چټکتیا سره به ښکاره کړو په خپلو آیاتونو سره په ټوله نړی کی ، تر څو روښانه و دوی ته چی هغه حق دی. آیا ستا د پاره کفایت نه کوی چی ستا پروردګار پر هر څه باندی ګواهی ورکوی؟
عرفان موږ ته رازده کوی چی د سولی د حصول د لاره حل د هغه ثابت حقیقت د پیژندلو د کشف د لاری کوم چی د ټولو انسانانو په دننه کی پټ دی امکان لری.هغه انسان چی دﺬاتی علم منبع او خپل حقیقت وپیژنی نو دده موجودیت به د وجود حقیقی قوانین بیان کړی. د انسان د حقیق ارزش په کشف سره د عالم پر مرکزیت باندی حاکموالی دی کوم چی تعادل او توازون برقراروی او دوام داره آرامتیا او سوله تر لاسه کیږی.[2]
ټول انسانان او په کلی ډول بشریت د عالم په پروردګاری سیسټم کی د یوه حقیقت څخه سرچشمه نیسی ولی په طبعیی سیر او د اجتماعی اضافی عواملو تر تاثیر لاندی په ظاهر سره بیلا بیل ترکیبات په لاس راوړی او اصل د غیر اصل سره الیشوی. نو ددی کبله تر څو پوری انسان ثابت جوهر چی د ټول بشریت مطلقه شریک دی پیدا نه کړی نو دثابته آرامتیا او اجتماعی دوامدارو د قوانینو په وړاندی کولو سره به قادر نه سی.
قرآن کریم فرمایی:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ
(4:1)
… وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلاَّ أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُواْ
(10:19)
ای خلکو پیروی کړی د خپل پروردګار څخه کوم تاسی خلق کړاست د یو ه نفس څخه او واست تاسی یو ملت ، او تاسی اختلاف وکړی
د همدی کبله دی چی د قران کریم تعالیمات بیلابیلو سیاسی روښونو او ژبو او نژادونو او دبشر حقوقو ته خطاب ندی ، بلکه د انسان ثابت اصل دی کوم چی د اجتماعی عدالت د سیسټم د استقرارولو دپاره دی. نوددی کبله عرفان اکتسابی او اجتماعی معیارونه او خلقیات د انسان د بشریت د پرمختګ او د طبعیی ژوند دپاره کافی ندی او اصلی کاشف انسان نه دی.نوددی کبله ښه دی چی انسان د ارزښتونو او دننه واقعیت د صحیح پیژندنی لاره تعقیب او کشف کړی او دا هغه تحول دی چی بشریت د حقیقی سعادت خواته لارښوونه کوی او پدی ستر تلاښ کی ټول افراد او استعدادونه د یوه واحد ارزښت څخه ګټه اخلی. نو همدادی چی تعلیمی سیسټمونه کوم چی د انسانی واقعیت او ارزښتونو سره همآهنګ ندی د اﺬلی قوانینو د متن څخه کوم چی د نبیانو د نظر وړدی خارج سی او سړی به وعمل ته تژدی سی.[3]
دانسان د حقیقی هدف او پیژندنی لاس ته راوړل د یوه پوره استاد درلودل لازم بولی او دا د سلوک داساسی شرایطو څخه دی چی بیله د هغه څخه د سلوک سالکان مقصد او مقصود ته نه رسیږی.
سالک د طریق په اوږدو کی هغه پوهه پیر ته چی د عندالله د خوادده د پاره ټاګل سوید ی ضرورت لری تر څو د هغه په مرسته د مهلکه منزلونو څخه تیر سی.
شیخ صفی الدین اردبیلی د اتمی پیړی عارف داسی فرمایی: چی بیله د حق د مردانو د مصاحبت څخه د سالکانو د زړونو څخه د حجاب پرده نه پورته کیږی.هغه سالک چی په خیال دا طریق وهی نو هغه به د ځان په سراب کی ورک سی. د تن غﺬا د عناثیرو دثمراتو څخه ده او دروح غﺬا دپاک ضمیره صاحبدلانو د صحبت او خدمت څخه . ولی بی عشقه خدمت او صحبت کوم حاصل نلری ځکه چی ویلی یی دی چی د صادق مرید تسلیم کیدل د مرشد و حقیقت ته د هدایت د امر د لاسته راوړو د پاره ضروری دی.
د عالم وجود چی پیر نومیږی او د«لاری نور» دی صبوره هادی او راهګشاه دی، کوم چی تاریکویو روښانه کوونکی دی تر څو سالک وکړای سی د هغه په برکت د خدای لاره پیداکړی او خپل وجود یحقیقت وپیژنی.
امام په حق ناطق جعفر محمد صادق (ع) د شعیګانو شپږم امام په لاندی دوعا کی داسی فرمایی:
خدایه ځان ماته راوپیژنه ځکه که ته ځان راونه پیژنی نو پیغمبر به دی ونه پیژنم
خدایه راوپیژنه ستا پیغمبر که دی پیغمبر راونه پیژنی نو زه دی حجت نه پیژنم
خدایه راوپیژنه ماته ستا حجت که دی حجت ونه پیژنم نو ګمراه به سم د خپل دین څخه"
_____________________________
1. Molana Salaheddin Ali Nader Angha. Theory “I” (Riverside, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications ®, 2002)
p. 166.
2. Ibid., p. 101.
3. Molana Salaheddin Ali Nader Angha. Peace (Verdugo, CA: M.T.O. Shahmaghsoudi Publications ®, 1987)
pp. 62-64.
|