Logo MTO Shahmaghsoudi
MTO Quran Website
Arabic I Danish I English I French I German I Hebrew I Hindi I Hungarian I Italian I Norwegian I Pashto
Persian I Portuguese I Russian I Simplified Chinese I Spanish I Swedish I Turkish I Urdu
قرآن کریم قرآن کریم

د قرآن کلمه د قرائت او یا لوستلو په معنی ده . قرآن د خدای تعالی الهام سوی کلمه ده چی په اوومه پیړی کی حضرت محمد (ص) ته وویل سوه . حضرت محمد (ص) دده په دیرش کلنی کی پدی پیل وکړی چی الهام تر لاسه کړی کوم چی ده ته په خوب کی راتلل.دی به په یواځیوالی پسی گرځیده او د حیرا غره ته به تلی ، کوم چی د مکه معظمی د باندی دی او هلته به خلوت غوره کاوه. او ده به د ځان سره خوراکی شیان یوړه او هلته په یوه غار کی به خلوت، میدیتاسیون اودوعا به ئی کوله . " ووایه! " محمد ورته وویل چی " زه نه سم لوستلای."

نو دا ملائکی دی داسی په غیږ کی ډیر ټینگ کښیښی او دا کار دوه واره تر سره سو او دریم ملائکی دی پریښود او ورته وویل چی :

اقرا باسم ربك الذي خلق
خلق الانسان من علق
اقرا و ربك الاكرم
الذي علم بالقلم
علم الانسان ما لم يعلم

ووایه ! ستا د پرودگا ر په نامه ، کوم چی بشر ئی د یوه
څاڅکی (یخی سوی) وینی څخه جوړکړی ،.
ووایه !
چی ستا څښتن تعالی ډیر سخی دی،
کوم چی تاته درزده کړه
د هغه باطن کتاب څخه هغه څه چی ستا نه وه زده . (96 سوره 1 ـ 5 آیات )
(96 : 1-5)

حضرت پیغمبر دا کلمی د ملائکی وروسته تکرار کړی او د هغه وروسته د هغه غره څخه په بیره کی راکښته سوو. پر نیمه لاره کی ئی یو ږغ واورید :
" ای محمده ، ته د خدای تعالی پیغمبر ئی او زه جبرا ئل یم ." .
پیغمبر (ص) ودریدی اولوړی خواته وکتل او د خدای ملائکه ئی هری خواته، تر اوفق پوری ولیدله.

ددی وروسته دستی بل پیغام پسی راغلی چی ددی گښتی مخامخ و شخص محمد ته وه ::

ن و القلم و ما يسطرون
ما انت بنعمة ربك بمجنون
و ان لك لاجرا غير ممنون
و انك لعلى خلق عظيم

ن،
د دننه پوهی، او په واضیح کتاب ، او هغه څه چی لیکی،
ته د خدای په رحمت سره مجنون نه ئی
او ستا د پار ه نه خلاصیدونکی اجر دی
او ته د لوړو خواصو لرونکی ئی.
 
(68 : 1-4)

دیو څه وخت دپاره وحی بندی سولی ، ولی وروسته بیا پیل سولی او د 25 کالو پر جریان کی د حضرت پیغمبر په ټول پاتی عمر کی ئی ادامه درلودی.

دا وحی د یوه ږغ په بدرگه سره چی لکه د زنگ انگازه او کرار کراره بیا د یوه ږغ په څیر راتلی. کوم وخت چی به دا وحی راتلی نود محمد رنگ به ډیر تغیر کاوه. ده به ویل چی دا کلمی ډیری درندی دی . یو واری دی پر اوښ باندی سپور وه چی وحی باندی راغلی ، دا اوښ ودریدی او د هغه نس پر مځکه باندی کښیکښل سو او پښی ئی سره خلاصی سولی. دغه وحی بیا وروسته د محمد (ص) د هغه د خلیفوو د لاری پر هډوکو ، دونو پر پوستوکو، برگو او د پیرگامینت پر پارچو باندی ولیکل سول . حضرت محمد (ص) قرآن کریم د خدای معجزه بولی ، کومه چی دده دلاری کار کوی..


 

Quran Picture


© 2010 - MTO Shahmaghsoudi ® - د سائت اصلی پاڼه - د مکتب سره د تماس څرنگوالی - MTO Website