اسلام
د اسلام اوصول
مسلمان څوک دی؟
لمونځ
د لمانځه باطنه واقعیت او ظاهره ارکان
ارمعنوی ارکان په عبادت کی
     ذکر : دخدای یادول
     د زړه حضور
     د لمانځه نورمعنوی ارکان

دتوحید اصل: دخدای تعالی یواځنیتوب

شهادت د وجود په يواځنيتوب باندي

« د أسمانونو او مځكي او هغه څه چي ددوي تر منځ دي او د مشارقو خداي.» قرآن کریم (سورۀ 37 صافات/ آیه 5)

قران كريم د خداي پر يواځنيتوب باندي ټينگښت كړيدي:

«ستاسي خداي يواځنيي دي او بيله دده څخه بل خداي نسته .» قرآن کریم (سورۀ 2 بقره/ آیۀ 163)

د 1400 سوو نه زياتو كلونو څخه دمخه د اسلام مكرم پيغمبراعلام وكړي چي «هر چا چي خپل ځان وپيزنده په رښتيا سره چي خپل خدای ئی وپیژانده.» د انسان حقیقی هویت د هغه متغیرسلولی موجودیت ،د هغه فکرونه ،لاسته راوړنی او د هغه روانی او احساسی حالات چی همیشه په تغیر کی دی ندی. د مومینانو لارښود حضرت علی (ع) وائی چی: «توحید د اضافاتو اسقاط دی.»

د انسان حقیقی شخصیت د متغیراتو څخه لیری یوه ثابته او لایتناهی جوهره ده. ددی کبله دی چی په اسلام کی د انسان ذاتی هویت اوحقیقی "زه" د هستی د ذات سره مترادف دی. اسلام د توحید د اصل او دوجود د مطلق یواځنیتوب مبشیر دی او د وجود د واځنیتوب قانون او د خدای پر یواځنیتوب باندی ایمان په شهادت کی تجلا پیدا کوی:

«لا اله الاّ الله»
"نسته خدای بیله د الله څخه"

و ذاتي علم ته د تسليم د لاري كوم چي د انسان په دننه كي موجود دي د يواځنيتوب شهادت لاسته راځي. دا پدي معني دي چي د انسان خواست د مطلقي ارادي سره يو ځاي كيږي او مجازي فاصلي اوفردي محدوديتونه د منځه څخه ځي. دادپوره آزادی او عشق مرتبه د شامخو عارفانو په آثارو کی په پوره ډول څرگنده سوی ده .1

دا د سلوک مرتبه ده چی مومن په پوره صداقت او د نیت په پاکوالی سره د خدای تعالی په یواځنیتوب باندی شهادت ورکوی. داسی یو شهادت یواځی په ژبه باندی ندی بلکه دده ټول د جسم ،فکر،زړه او جان موجودیت د حق تعالی د حضور ویندوی کیږی.2

«موږ د ښارگ څخه لا ده ته ورنژدی یو.» قرآن کریم (سوره 50 ق/ آیۀ 16)

ټول مسلمانان د خدای د یواځنیتوب او توحید په باندی ایمان د مهمترین او لومړنی اصل په ټوگه پیژنی او د هغه څخه وروسته الهی لارښوونی د انبیاوود لاری چی حضرت محمد (ص) ئی اخیری او خاتم د نبیانو دی واجب گڼی . د خدای پر یواځنیتوب او مطلق حضور او د حضرت محمد (ص) پر رسالت باندی شهادت په اسلام کی د شهادتینو بنسټ ایږدی او د ټولو مسلمانانو د عقیدی بنسټ دی.3

_____________________________
مآخذ:

1- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Sufism The Reality of Religion (M.T.O. Shahmaghsoudi Publications, Washington D.C., 2000) p.14
2- Ibid.
3 - Houston Smith, World’s Religions (Harper San Francisco, 1986) p.146



بیرته شاته | اصلی پاڼه | لوړ | د مستقیموافاضاتو برخه | د مکتب سره تماس


د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ®

د اسلامی عرفان ښوونځی ®


د مکتب وب سایت

د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب
داویسی شاه مقصودی طریقت مکتب د (اسلامی عرفان ښوونځی) یو مذهبی او غیر تجاری سازمان دی چی هدف ئی د دین د واقعیت او د اسلام د لوړو تعالیماتو د حقایقو اعلانول او د حقیقت دلاری د طالبانو او لټونکو د زده کړی او لارښوونی دنده په غاړه لری.
خانقاوی

قرآن

د قرآن ویب سایت

تمرکز

د تمرکز ویب سایت

فعالیتونه

. MTO Sufi Associations
. MTO Sufi Society
. MTO College
. MTO Holistic Health Center
. MTO Sufi Psychology

نشرآت

. MTO Publications
. MTO Printing



د ژبی انتخاب
آلمانی
انگلیسی
عربی
چینی
دنمارکی
اسپانیایی
فرانسوی
عبری
هندی
مجارستانی
ایتالیاوی
ناروژی
اردو
پښتو
فارسی
پرتگالی
روسی
سویډنی
ترکی