اسلام
د اسلام اصل
د امامت اصل
د توحيد اصل : د خداي يواځنيتوب
د نبوت اصل
د معاد اصل
د عدل اصل

اسلام

د اسلام ﭙيام 1400 كاله د مخه د اوومي ميلادي ﭙيړي ﭙه لومړي لسمه كي د حضرت ابراهيم ﭙه كورني كي د اخيري وحي تر عنوان لاندي و حضرت محمد (ص) ته راغلي. ﭙه قران كريم كي الهي سپيڅلي كلمي دي چي د وحي دلاري ﭙر نبي اكرم باندى نازل سوي.
اسلام د << سلم>> د لغت څخه اخيستل سوي دي چي د سولي او خداي تعالي ته د << تسليم>> ﭙه معني دي.

د <<الله >> كلمه د خداي ﭙه معني ده چي مقصد ئي نه هر معبود دي بلكه يواځيني او يو خداي دي .1

رسول اکرم حضرت محمد(ص)

رسول اكرم حضرت محمد (ص) د خداي تعالي د ﭙيزندني د څرنكوالي ښوونه كړيده چي د خپل ځان ﭙيژندني دلاري امكان لري. دداسي ﭙيژندني د حصول دﭙاره بايد دوجود د يواځينيتوب اصل (توحيد) چي ﭙر ټول عالم باندي حاكم دي تر لاسه سي اوﭙه هستي و مكنون علم ته تسليم سي. دتوحيد اصل دادي چي هر څه چي ﭙه هستي كي سته ټول ﭙه يوه هر اړخيزه ارتباط او عموميت لري. دغه كليت او يواځينيتوب د يواځيني خالق دي چي مسلمانان هغه ته << الله >> او مسيحيان ورته  (God)   وائي.2

و اذلي علم ته د <<تسليم >> د لاري انسان د علم او عقل ﭙر بنسټ چي  ټينگ گامونه د حقيقت دﭙيژندني د ﭙاره ﭙورته كوي نو دده اعمال به د جهل او تعصب ﭙر بنسټ نه وي او ايمان به ئي د ﭙټو سترگو ايمان نه وي. ولي ﭙه خواشيني سره بايد ووايو چي ﭙه ټولنه كي د تسليم د اصل څخه غلطه اخيستنه رواج ده او تسليم د ناتواني او ﭙه يو چا ه ﭙسي د تگ ﭙه معني ﭙيژني. ولي دا د ﭙټو سترگو ايمان ؛ خرافات او ﭙه يو چاه ﭙسي تگ  هغه قدر ندي كوم چي خداي تعالي  د انسان ﭙه معنوي مقام كي ايښي دي.

دلته د امير مومينين علي (ع) د بشريت روښانه څراغ داسي فرمايلي دي:
<< اسلام تسليم دي او تسليم بيا عبارت دي د وجود ﭙه واقعيت كي استقرار او ثبات .>>3
داسي تسليم او استقرار د اسلام د ژوند بخښني نښانه ده ځكه دا د انسان ﭙه وجودى مركزيت يعني زړه كي يوه اوښتنه او باطني انقلاب منځ ته راولي. دلته ټول محدودونه ؛ واټنونه او موهومه دوگانگي د منځه ځي او د خداي تعالي يواځنيتوب (توحيد) چي د اسلام ﭙه سپيڅلي دين كي لومړي اصل دي را څرگنديږي.
ﭙدغه د خلوص ﭙه مرتبه كي د سالك د زړه څخه د حكمت سرچيني دده ﭙر ژبه باندي راوانيږي او داسي شيان ويني او اوري چي تر اوسه ﭙوري ئي نه اوريدلي او نه ليدلي  او نه د بشر ﭙه زړه كي را څرگند سويدي؛ او تجليات او صفات ﭙه عيان عين ويني. هر وخت چي خداي تعالي د بنده خير وغواړي نو دده د زړه سترگه خلاصوي؛ ﭙه سلوك كي جذبه ؛ د رحمت باد ددته رسوي اوذاتي كرامات ته د رسيدو ﭙه لړ كي دده سره مرسته كوي.4

 

اقتباس:

1- Houston Smith, World’s Religions (Harper San Francisco, 1986) p.146
2- Robert Dickson Crane, Understanding Islam: Perils and Prospects, Lecture-Part II. p.7
3- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory “I” (M.T.O. Publications, Riverside CA, 2002) p.166
4- Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Rasa’el  -  Purification and Enlightenment of the Hearts, (M.T.O. Shahmaghsoudi Publications, Tehran, 1975) p.4

 

بيرته لومړي پاڼي ته | بیرته شاته | د پاڼي سرته   | دافاضاتو مستقيم  خپرول | د مكتب سره تماس

® مکتب طریقت اویسی شاه مقصودی

® مکتب عرفان اسلامی


د مكتب ويب سايت

.د اويسي شاه مقصودي طريقت مكتب

د اويسي شاه مقصودي طريقت مكتب (د اسلامي عرفان مكتب) يو مذهبي سازمان او  بيله دي چي خپلي گټي په نظر كي ونيسي د اسلام ددين واقعيت او د هغه د سترو تعاليماتو د اعلانولو او د حقيقت د لاري د طالبانو د ښووني دنده په غاړه لري.
.خانقاوي

د قرآن ويب سايت

تمر كز(ځيركيده)

.د تمركز ويب سايت

.خلوت په عرفان كي

فعاليتونه

MTO Sufi Associations
MTO Sufi Society
MTO College
MTO Holistic Health Center
MTO Sufi Psychology

نشرات

د اويسي شاه مقصودي طريقت دمكتب نشرات
MTO Printing